دپاکستان پرویز مشر په قتل کښې لاس لرل رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55358-دپاکستان_پرویز_مشر_په_قتل_کښې_لاس_لرل_رد_کړل
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان پخوانی ولسمشر متقاعدجنرال پرویز مشرف دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو په قتل کښې د لاس لرلو تور بې اساسه وباله او هغه یې د ده دبدنامولو لپاره یوه (۱)دسیسه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2017 13:07 Asia/Kabul
  • دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو په ۲۰۰۷میلادي کال کښې په پنډۍ ښار کښې په ډیر مرموز ډول وژل شوي وه .
    دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو په ۲۰۰۷میلادي کال کښې په پنډۍ ښار کښې په ډیر مرموز ډول وژل شوي وه .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان پخوانی ولسمشر متقاعدجنرال پرویز مشرف دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو په قتل کښې د لاس لرلو تور بې اساسه وباله او هغه یې د ده دبدنامولو لپاره یوه (۱)دسیسه وبلله .

هغه نن د پاکستان دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو د قتل د دوسیې په اړه د محکمې حکم ته غبرګون وښود او دځان پرضد د محکمې لخوا صادر شوی حکم یې بې اساسه وباله .

پرویز مشر په دې خبرې ټینګار سره چې دپاکستان سیاسی ګوندونه د ناوړه استفادې لپاره داډول دنامنلووړ فرضیې مطرح کوی وویل دپاکستان ستره محکمه له هیڅ ثبوت پرته ما د بې نظیر بوټو په قتل کښې ګرم ګنی او زما دشتمنیو د ضبطولوحکم یې ورکړی کوم چې غیر عادلانه  کار  دی .

دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو په ۲۰۰۷میلادی کال کښې په پنډۍ ښار کښې په ډیر مرموز ډول وژل شوی وه .