دپاکستان پرویز مشر په قتل کښې لاس لرل رد کړل
-
دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو په ۲۰۰۷میلادي کال کښې په پنډۍ ښار کښې په ډیر مرموز ډول وژل شوي وه .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان پخوانی ولسمشر متقاعدجنرال پرویز مشرف دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو په قتل کښې د لاس لرلو تور بې اساسه وباله او هغه یې د ده دبدنامولو لپاره یوه (۱)دسیسه وبلله .
هغه نن د پاکستان دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو د قتل د دوسیې په اړه د محکمې حکم ته غبرګون وښود او دځان پرضد د محکمې لخوا صادر شوی حکم یې بې اساسه وباله .
پرویز مشر په دې خبرې ټینګار سره چې دپاکستان سیاسی ګوندونه د ناوړه استفادې لپاره داډول دنامنلووړ فرضیې مطرح کوی وویل دپاکستان ستره محکمه له هیڅ ثبوت پرته ما د بې نظیر بوټو په قتل کښې ګرم ګنی او زما دشتمنیو د ضبطولوحکم یې ورکړی کوم چې غیر عادلانه کار دی .
دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو په ۲۰۰۷میلادی کال کښې په پنډۍ ښار کښې په ډیر مرموز ډول وژل شوی وه .