پاکستان د میانمار مسلمانانو نسل وژل وغندل
Sep 04, 2017 07:54 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزارت په میانمار کی؛ د دغه هیواد د پوځ په وسیله، د روهینګیا مسلمانانو وژل وغندل.
له اسلام آباد څخه زموږ د خبریال د راپور سره سم، د پاکستان خارجه وزارت نن دوشنبه؛ د یوې بیانیې په ترځ کی په میانمار کی د روهیګیا مسلمانانو د وژلې په هکله د خواشینۍ په ښودلو سره، اعلان وکړ: په میانمار کی د مسلمانانو د وژلې او تیښتې د شمیر د زیاتیدو په هکله یو لړ راپورونه ترلاسه شوی دی.
د پاکستان خارجه وزارت د میانمار له مسؤولانو وغوښتل چی د روهینګیا مسلمانانو وژل بند کړی.
د ایران د اسلامی جمهوریت په شمول؛ د نړۍ زیاترو هیوادونو د میانمار په راخین ولایت کی د روهینګیا مسلمانانو د وژلې له دوام څخه اندیښنه ښودلې ده، او د دغې وژلې د درولو غوښتونکی شوی دی.