پاکستان په اسلام آباد کښې د هند لوړرتبه سفارتکار وروباله
Sep 05, 2017 12:10 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزارت د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندي ځواکونو په ډزو په اعتراض کې په اسلام اباد کې دهند سفیر وروباله .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د پاکستان د خارجه وزارت د جنوبي آسیا د چارو د برخې مشر محمد فیصل د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندي ځواکونو له خوا د یوې پاکستانۍ ماشومې د وژل کیدو په اعتراض کې د پاکستان اعتراض جي پي سنګ ته ورسوه.
د کشمیر په کنټرول لاین کې د هندي ځواکونو په وروستیو ډزو کې یوه اته کلنه ماشومه مړه او یو کس ژوبل شوی و.
د پاکستان خارجه وزارت همداراز له هنده وغوښتل چې د کشمیر په کنټرول لاین کې د اوربند پرله پسې خلاف ورزي بنده کړي.
ټیګونه