دانصار الشریعه ترهګرې ډلې مشر نیول شوی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دانصار الشریعه ترهګرې ډلې مشر شهریار چې تخلص یې عبدالله دی په کراچۍ ښار کښې نیول شوی .
انصار الله الشریعه ترهګره ډله دولس غړی لری کوم چې ډیر باسواده دی او په افغانستان کښې یې پوځی روزنه کړی ده .
دغه راز دپاکستان دایم کیو ایم غورځنګ د پارلمان په غړی خواجه اظهار الحسن حمله هم انصار الله الشریعه ترهګرې ډلې یوه باسواده کس حسان اسرار چې دپوهنتون استاد وو او پی ایچ ډی یې کړی وه کړی وه .
هغه په انجنیرینګ پوهنتون کښې استاد وو او پی ایچ ډی یې کړی وه .
د ویلوده چې په پاکستان کښې په تیره بیا کراچۍ او لاهور کښې اوس تعلیم یافته او باسواده کسانو په ترهګرو ډلو کښې فعالیتونه پیل کړی دی او خلک وژنی او ترهګرې بم چاودنې کوی .
په انصار الشریعه ترهګرې ډلې کښې دولس(۱۲) کسان شامل دی کوم چې په تیر وخت کښې د القاعده ، داعش او د لشکر جهنګوی ترهګرو ډلو غړی وو او په نیولو شویو ترهګرو کښې یوه (۱)کس په لندن کښې زده کړې کړی دی .