د میانمار پوځ د جنایتونو په خلاف د پاکستانیانو مظاهری دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55539-د_میانمار_پوځ_د_جنایتونو_په_خلاف_د_پاکستانیانو_مظاهری_دوام_لری
د میانمار یا برما پوځ د جنایتونو په ضد په اعتراض کی، د پاکستان د خلګو مظاهری دوام لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2017 11:31 Asia/Kabul
  • د میانمار پوځ د جنایتونو په خلاف د پاکستانیانو مظاهری دوام لری

د میانمار یا برما پوځ د جنایتونو په ضد په اعتراض کی، د پاکستان د خلګو مظاهری دوام لری.

زموږ د راډیو د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان قهریدلو خلګو د دغه هیواد په ۷۰ ؤ ښارونو کی، د میانمار پوځ د بشری ضد جنایتونو په اعتراض کی مظاهرې وکړې، او د روهینګیایی مسلمانانو د نسل وژنې د غندلو په ضمن کی یی، د میانمار بیرغ ته اور واچاوه.

له بلې خوا؛ د پاکستان مجلس وحدت مسلمین، د دغه هیواد د شیعه عالمانو شورا، او د هند تر کنټرول لاندی کشمیر د حریت کنفرانس هم اعلان وکړ؛ چی سبا د جمعې له لمانځه وروسته، د روهینګیایی مسلمانانو د وژلی په اعتراض کی مظاهری کوی.

همداراز سبا به د جمعې لمانځه له ادا کیدو وروسته؛ د ایران په شمول په زیاترو مسلمانو هیوادونو کی د روهینګیایی مظلومو مسلمانانو په خلاف د میانمار د پوځ او افراط پالو بودائیانو د جنایتونو په اعتراض کی پراخی مظاهری او لاریونونه ترسره شی.