انصار الشریعه ډله له القاعده سره ارتباط لری
-
په پاکستان کښې له اکثره ترهګرو ډلو سره سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ،امریکا او ځینې نور عرب هیوادونه مالي او پوځي مرستې کوي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د رینجر ځواکونو مشر محمد سعید وویل د انصار الشریعه ډلې جوړونکی ډاکټر عبدالله هاشمی له القاعده ډلې سره ارتباط درلود او زیاته یې کړه چې ددغه ډلې دهدفمنې وژلې غړی پیژندل شوی دی.
هغه وویل د انصار الشریعه وهابی تکفیری ترهګرې ډلې مشر ډاکټر عبدالله هاشمی کوم چې دپارلمان په غړی خواجه اظهار الحسن دحملې مغز متفکر دی نیول شوی او دهغه د اعترافاتو په رڼا کښې ددغه ډلې نور غړی هم نیول شوی دی .
هغه وویل دانصار الشریعه ترهګرې ډلې اوه(۷) غړی د کراچۍ ښاریز دی او دریو(۳) غړیو یې له پوهنتون څخه په ایپلائیډ فیزیکس(Applied Physics) کښې زده کړې کړی دی .
دپاکستان د رینجر ځواکونو مشر محمد سعید وویل د انصار الشریعه ډلې هر غړی شپږ(۶) مختلف جعلی نومونه لرل چې خپل اصلی هویت پټ وساتی .
په پاکستان کښې له اکثره ترهګرو ډلو سره سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ،امریکا او ځینې نور عرب هیوادونه مالی او پوځی مرستې کوی .