د پاکستان خارجه وزیر نن ایران ته خپل سفر پیلوي
Sep 11, 2017 02:01 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزیر نن ایران ته راځي.
د دنیا ورځپاڼې د سایټ په لیکنه خواجه آصف به په دې سفر کې د ایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره کتنه وکړي. په دې کتنې کې به د سیمې نړۍ او دوه اړخیزو مسایلو بحث او د نظر تبادله وشي. د ویلو ده د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې استراتژۍ له اعلانه وروسته د پاکتسان خارجه وزیر امریکا ته خپل سفر وځنډاوه او په ځای یې چین ایران ترکیې او ځینو نورو هیوادونو ته د سفر پروګرام جوړ کړ.
ټیګونه