د افغانستان د مسئلی حلیدل سیمه ایزی اجماع ته اړمن دی
د پاکستان خارجه وزیر، تهران ته د خپل سفر هدف؛ د افغانستان د مسایلو د سیاسی حل لارې په منظور، د سیمه ایزې اجماع رامنځته کول، اعلان کړل.
د ایرنا د راپور په اساس، خواجه محمد آصف، نن سهار له اسلام آباد څخه د تهران په لورله حرکت کولو وړاندی، ټینګار وکړ: سیاسی حل لاره؛ تل د اوږد مهالو او پاتیدونکوآثارو او اغیزوسبب ګرځیدلې ده، خو د مسایلو د حلولو لپاره له پوځی رودو څخه رامنځته شوی نتایج، تل نا پایداره او ماتیدونکی دی.
ده زیاته کړه: د افغانستان په هکله د امریکی پوځی سیاست غلط دئ، او په سیمه کی نا امنۍ اوبی ثباتۍ ته لمن وهی.
ده زیاته کړه: پاکستان؛ د افغانستان د مسایلو له سیاسی حل لارې سره د مرستې په منظور، د دغه هیواد د ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو ترمنځ د اجماع د رامنځته کولو لپاره، نوئ حرکت او فعالیت پیل کړی دئ.
د پاکستان خارجه وزیر، د افغانستان په هکله د امریکی نوې ستراتیژۍ، او دغه هیواد ته د لا زیاتو پوځیانو لیژلو ته په اشارې سره وویل: اسلام آباد کاملاً باوری دئ؛ چی د افغانستان مسایل او مشکلات، هیڅکله پوځی حل لاره نه لری او دغه مسایل یواځی او یواځی له سیاسی رودې څخه د هواریدو وړ دی.
وزیر امور خارجه پاکستان با اشاره به راهبرد جدید آمریکا در خصوص افغانستان و اعزام نظامیان خارجی بیشتر به این کشور گفت؛ اسلام اباد کاملا معتقد است که مسائل و مشکلات افغانستان هرگز راه حل نظامی ندارد و این مسائل تنها از روش سیاسی قابل حل است .