اسلام اباد له تهران سره داړیکوپه پراختیا پسې دی
دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف پرون مازدیګر په مشهد کې دایران دخراسان رضوی له والی علی رضا رشیدیان سره په کتنې کې ووئیل داسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی او خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره ئې د دوو اړخیزو مسئلو په تیره بیا د افغانستان دموضوع په باب مهمې خبرې اترې کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ خواجه آصف همداراز خراسان رضوی ولایت ته په سفر دخوښۍ په څرګندولو سره ووئیل خراسان رضوی له پاکستان سره ښې اړیکط لری او هیله ده ، دغه اړیکې او په دغه ولایت کې په کال کې دپاکستان دکابو دوو لکو زیارتوالو شتو د دوواړخیزو اقتصادی اړیکو دپراختیا لامل شی .
دخراسان رضوی والی علی رضا رشیدیان هم دتیرو کلونو به نسبت به ورته مودې کې په روان کال کې پاکستان ته دخراسان رضوی ولایت دصادراتو اته ویشت فی صدی زیاتوالی ته په اشارې سره هیله وښودله ، دپاکستان او خراسان رضوی ولایت ملګرتیاوې دوحدت اویووالی په سیوری کې ورځ تربلې لاپراخې شی . هغه ووئیل په مشهد کې دپاکستانیو زیارتوالو د ډاډمن شتون لپاره لازمې زمینې برابرې شوی دی او هغو ته دلاښو خدماتو دوړاندې کولو لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموی
دپاکستان خارجه وزیر همداراز دحضرت امام رضا علیه السلام دسپیڅلی حرم له زیارت وروسته د آستان قدس رضوی له چارواکو سره هم لیده کاته وکړل .