له آستان فدس رضوی سره د ملګرتیا لپاره د پاکستان چمتوالی
د پاکستان خارجه وزیر وویل:اسلام آباد د حضرت امام رضا(ع) د سپیڅلی حرم د پاکستانی زیارتوالو د سوکالی او امنیت ټینګولو په اړه له آستان قدس رضوی سره د هر ډول ملګرتیا لپاره چمتو دی.
خواجه آصف چې د حضرت امام رضا(ع) لپاره مشهد مقدس ته تللی نن د قدس رضوی حرم له مرستیال مسئول سید مرتضی بختیاری سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې د دغه سپیڅلی حرم د غیرایرانی زیارتواولو زیاتره برخه پاکستانیان جوړوی،زیاته کړه:پاکستانی زیارتوال د سلفی او تکفیری ډلګیو له لوری له ګواښونو او د سفر کړاونو له زغملوسره سره په ډیره مینه د زیارت لپاره دلته راځی.
د پاکستان خارجه وزیر همدغه راز د ایران اسلامی جمهوریت ته د خپل سفر موخه،له ترهګرو او تکفیری ډلګیو سره د مبارزې په لړ کښې د
اسلام آباد د روښانه دریځونو اعلانول،وبلل.
د قدس رضوی د بارګاه قایم مقام هم په دې کتنه کښې د ایران او پاکستان تر مینځ پراخو مذهبی او کلتوری ګډولو ته په نغوتې سره وویل:آستان قدس رضوی د پاکستانیانو په شمول بهرنیو زیارتوالو ته د ښو او وړ خدماتو وړاندې کول خپله دنده بولی.سید مرتضی بختیاری زیاته کړه:د حضرت امام رضا(ع) د ملکوتی بارګاه په دستور په میرجاوه پوله کښې د زیارتوالو لپاره د یوې خدماتی او هوساینې ودانۍ او سرای جوړول په جدیت سره تعقیبیږی.
د پاکستان خارجه وزیر تر دې وړاندې د خراسان رضوی له والی علیرضا رشیدیان سره هم خبرې اترې کړی او بیا ترکیې ته تللی.