آمریکا ته د پاکستان خبرداری
د پاکستان لومړی وزیر آمریکا ته په خبرداری سره وویل:د اسلام اباد پر خلاف د واشنګټن غلط سیاستونه به د سپینې ماڼۍ په تاوان تمام شی.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،شاهد خاقان عباسی زیاته کړه:له پاکستان سره د آمریکا د پوځی مرستو کمیدا به له ترهګرۍ سره د مبارزې د کمزوری کیدا لامل او په خپله د آمریکا په تاوان به تمامه شی.
هغه ډاګینه کړه:آمریکا مجبوره ده هغو قربانیانو ته درناوی وکړی چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې ورکړی او په دې لړ کښې یې جدیت ومنی ځکه چې له اتحاده پرته به ترهګرۍ ته ماته ورنکړل شی.
د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان مسئلې ته په اشارې سره زیاته کړه:پاکستان د درې نیم میلیونه افغان کډوالو کوربه پاته شوی او په افغانستان کښې د ناامنی په رامینځته کولو د اسلام آباد تورنول ناانصافی ده.