په پاکستان کې دسونګودټینکرو ډرائیورانو کاربندیز وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55911-په_پاکستان_کې_دسونګودټینکرو_ډرائیورانو_کاربندیز_وکړ
پاکستان یو داسې هیواد دی چې تل پکې دسونګو کمښت وی او داپه داسې حال کې دی چې دایران پآکستان دسولې پایپ لاین پروژه، چې دایران اسلامی جمهوریت پاکستان ته د سونګو په ارزانه بیّه ورکولو تړون لاسلیک کړی ، څو کلونو راهسې دپاکستان دحکومتی چارواکو دسستۍ او ځینو کرغیڼو کارونو له امله ځنډیدلی ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2017 07:44 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې دسونګودټینکرو ډرائیورانو کاربندیز وکړ

پاکستان یو داسې هیواد دی چې تل پکې دسونګو کمښت وی او داپه داسې حال کې دی چې دایران پآکستان دسولې پایپ لاین پروژه، چې دایران اسلامی جمهوریت پاکستان ته د سونګو په ارزانه بیّه ورکولو تړون لاسلیک کړی ، څو کلونو راهسې دپاکستان دحکومتی چارواکو دسستۍ او ځینو کرغیڼو کارونو له امله ځنډیدلی ده.

ایرناخبری  آژآنس راپورورکړ په درست پاکستان کې دسونګو دټینکرو ډرائیورانوکاربندیز  دغه هیواد دسونګو له جدی کمښت سره مخامخ کړی دی .

راپور ښئ د پاکستان دسونګو د  ټینکروټولنې (اوجی آر اې ) نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،دټینکرو ډرائیورانو د ګاډو دامنتی دلوړولو  او همداراز د سونګو د وړلو  دکرایو  دزیاتولو  دغوښتنو په قوانینو په اعتراض کې  د دغه هیواد دسونګو دټینکرو ډرائیورانو جدی کاربندیز کړی دی .

له دې امله  دپاکستان  خلکو د دغه خبر په آوریدو سره ، دسونکو  یا پیژرول پمپونو  په وړاندې د سونګو دترلاسه کولو لپاره اوږده کتارونه جوړ کړی دی .

دپآکستان  دسونګو د ویشلو د ادارې یو ه اجرائې مدیر  عمران غزنوی د دغه هیواد دسونګو دټینکرو د ډرائیورانو کاربندیز  اندیښمنونکی  بللی  او وئیلی ئې دی ، ټاکل شوې ده ، داموضوع  نن   په یوې غونډې کې  مطرح او د کاربندیز دختمولو لپاهر کومه لاره چاره ولټول شی ، خو وئیل کیږی چې  د سونګو دټینګرو د ډرائیورانو ټونلې   ګواښ کړی چې تر څو دهغوی  ټوله غوښتنې منل شوی نه وی خپل کاربندیز ته به دوام ورکړی .