په تورخم سرحدی لاره کښې بم چاودنو ۷ کسان ژوبل کړی
-
دپاکستان او د افغانستان سرحدونو ته نږدې ډیر سیمې د ترهګرو ډلو دورانکارو فعالیتونو اصلي مرکزونه دي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان او دافغانستان ترمینځ ترمینځ په تورخم سرحدی لاره کښې نن په دوو(۲) پرله پسې بم چاودنو کښې دپاکستان دحکومتی ملیشا ځواکونو «فرنټیر کور» دشپږو عسکرو او دیوه ماشوم په شمول اوه(۷) کسان ژوبل شول .
له دغو دوو(۲) بم چاودنو وروسته امنیتی ځواکونو سیمه کلابنده کړه او په شا وخوا سیمو کښې یې دپلټنې عملیات پیل کړل .
له دغو دوو(۲) بم چاودنو وروسته دپاکستان او د افغانستان ترمینځ تورخم سرحدی لاره د ګاډو د تګ راتګ لپاره وتړل شوه .
دغه دوې(۲) بم چاودنې دجمعې له لمانځه وروسته شوی دی .
د ویلو ده چې دپاکستان او د افغانستان سرحدونو ته نږدې ډیر سیمې د ترهګرو ډلو دورانکارو فعالیتونو اصلی مرکزونه دی .
بل خبر داچي د پاکستان دکرمې ایجنسۍ په قبایلي سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې درې ترهګر وژل شوي او یو ژوبل شوی .
دپاکستان امنیتي چارواکو وویل دامریکا په دغه حملې کښې چط دافغانستان سرحد ته نږدې په یوه ګاډي شوي دي درې ټروریسټان هلاک او یوبل ژوبل شوی