امریکا او اسرائیل دداعش ډلې ملاتړی دی
-
پاکستان باید خپل بهرنی سیاست بدل کړي چې په هیواد کښې امنیت ټینګ شي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس امریکا او صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې دداعش ترهګرې ډلې ملاتړی وبلل .
هغه وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم د تکفیری ترهګرو ډلو دجنایتونو ملاتړ او له هغو د اسلامی هیوادونو د ناامنه کولو لپاره استفاده کوی .
راجا ناصر عباس جعفری وویل هغه هیوادونه چې د داعش د ترهګرو حملو او د بې ګناه خلکو د وژلو په وړاندې یې چپتیا غوره کړی ده باید پوه شی چې دغه اوور به ددوې لمن ته هم وغزیږی .
دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین مشر وویل دداعش شتون نه یوازې د اسلامی هیوادونو بلکې د نړۍ د امنیت لپاره خطرناک دی او له دې کبله ټول هیوادونه باید د دغه تکفیری ډلې د له مینځه وړلو هڅه وکړی .
هغه وویل پاکستان باید خپل بهرنی سیاست بدل کړی چې په هیواد کښې امنیت ټینګ شی .