دپاکستان دعمران خان دنیولو حکم ورکړل شوی
Sep 16, 2017 11:04 Asia/Kabul
-
دغه حکم د محکمې غونډې ته د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان له نه ورتلووروسته ورکړل شوی دی .
زمونږخبریال وایی دپاکستان د انتخاباتو د کمیسیون محکمې د اسلام اباد ښار پولیسو ته حکم ورکړ د تحریک انصاف مشر عمران خان ونیسی .
دغه حکم د محکمې غونډې ته د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان له نه ورتلووروسته ورکړل شوی دی .
دپاکستان دانتخاباتود دکمیسیون دمحکمې غونډه د تحریک انصاف د بهرنیو مالی مرستو د ترلاسه کولو او دمحکمې حکم ته د عمران خان د سپکاوی په دوسیې د غور لپاره جوړه شوی وه .
دغه محکمې داسلام اباد پولیسو ته حکم ورکړ ددغه محکمې په راتلونکی غونډې کښې چې د سپتمبر دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه کیږی دعمران خان د شتون د ډاډ په خاطر هغه ونیسی .