امریکا دې دپاکستان مځکنۍ بشپړتیا ته داحترام به سترګه وګوری
په اعلامیې کې وئیل شوی دی په اوسنیو شرائطو کې دغه اقدامات د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځّ دمشکلاتو دلاژورتیا لامل کیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ د پآکستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره دپاکستان په قبایلی سیمو په همداروستیو کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو توغندوی برید په محکومولو سره دغه حملې د دغه هیواد دملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتی ته ګوزار ورکولو په معنا بللی دی .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی په اوسنیو شرائطو کې دغه اقدامات د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځّ دمشکلاتو دلاژورتیا لامل کیږی .
دامریکا بې پیلوټه الوتکو دتیرې جمعې په ورځې دکورمې ایجنسۍ په یوې سیمې په توغندوی حملې کې درې کسان وژلی او یو شمیر نور ئې ټپیان کړی دی .
دافغانستان په باب دامریکا د ولسمشر ټرمپ له نوی سټراټژۍ وروسته دا دپاکستان په قبایلی سیمو دامریکا دبې پیلوټه الوتکو لومړنۍ حمله حسابیږی . په تیرو کلونو کې هم دامریکا بې پیلوټه الوتکو په کرتو په قبایلی سیمو حملې کړی چې له امله ئې په سلګو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د پاکستان دولس اوځینو حکومتی چارواکو اوسیاستوالانو سخته کرکه اوغوسه ئې راپارولې ده .