امریکا دې دپاکستان مځکنۍ بشپړتیا ته داحترام به سترګه وګوری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56149-امریکا_دې_دپاکستان_مځکنۍ_بشپړتیا_ته_داحترام_به_سترګه_وګوری
په اعلامیې کې وئیل شوی دی په اوسنیو شرائطو کې دغه اقدامات د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځّ دمشکلاتو دلاژورتیا لامل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2017 09:27 Asia/Kabul
  •   امریکا دې  دپاکستان  مځکنۍ بشپړتیا ته  داحترام  به سترګه وګوری

په اعلامیې کې وئیل شوی دی په اوسنیو شرائطو کې دغه اقدامات د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځّ دمشکلاتو دلاژورتیا لامل کیږی .

زمونږخبریال راپور راکړ د پآکستان  خارجه وزارت  دیوې اعلامیې په خپرولو سره    دپاکستان په قبایلی سیمو  په همداروستیو کې  دامریکا دبې پیلوټه الوتکو توغندوی برید  په محکومولو سره   دغه حملې  د   دغه هیواد دملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتی ته  ګوزار ورکولو په معنا بللی دی .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی  په اوسنیو شرائطو کې دغه اقدامات  د اسلام اباد او واشنګټن  ترمینځّ دمشکلاتو دلاژورتیا لامل کیږی .

 دامریکا بې پیلوټه  الوتکو  دتیرې جمعې په ورځې  دکورمې  ایجنسۍ   په یوې سیمې  په توغندوی حملې کې  درې کسان وژلی او یو شمیر نور ئې ټپیان کړی دی .

  دافغانستان  په باب دامریکا د ولسمشر ټرمپ   له نوی سټراټژۍ  وروسته دا  دپاکستان  په قبایلی سیمو دامریکا دبې پیلوټه الوتکو لومړنۍ  حمله حسابیږی . په تیرو کلونو کې هم  دامریکا بې پیلوټه الوتکو په کرتو په قبایلی سیمو حملې کړی  چې له امله ئې په سلګو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او د پاکستان دولس اوځینو حکومتی چارواکو اوسیاستوالانو سخته کرکه اوغوسه ئې راپارولې ده .