دپاکستان دفاع وزیر دامریکا له لوړپوړی افسر سره له لیدو انکار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56151-دپاکستان_دفاع_وزیر_دامریکا_له_لوړپوړی_افسر_سره_له_لیدو_انکار_وکړ
له دې مخکې هم دپاکستان او افغانستان په چارو کې د امریکا دځانګړی استازې میرمن آلیس ولز سفر هم د اسلام اباد د چارواکو په غوښتنې سره لغوه شوی ت او دپاکستان خارجه وزارت اعلاان کړی ؤ چې هیواد ئې له امریکائی چارواکو سره خبرواتروته تیا ر نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2017 09:56 Asia/Kabul
  • دپاکستان دفاع وزیر دامریکا له لوړپوړی افسر سره له لیدو انکار وکړ

له دې مخکې هم دپاکستان او افغانستان په چارو کې د امریکا دځانګړی استازې میرمن آلیس ولز سفر هم د اسلام اباد د چارواکو په غوښتنې سره لغوه شوی ت او دپاکستان خارجه وزارت اعلاان کړی ؤ چې هیواد ئې له امریکائی چارواکو سره خبرواتروته تیا ر نه دی .

 زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس  له قوله را پوروراکړ   امریکا اوپاکستان  ترمینځ  دتاؤتریخوالی په زیاتیدو پسې د پاکستان  دفاع وزیر   غلام دستګیر  دکتنې لپاره دامریکا  یوه لوړپوړی افسر  بیا بیا کتنه رد کړې او  له هغه ئې  غوښتی  دی چې  له خپل همڅنګ سره دې وګوری .

  له دې مخکې هم   دپاکستان  او افغانستان په چارو کې د امریکا  دځانګړی  استازې  میرمن آلیس ولز  سفر هم  د اسلام اباد د چارواکو په غوښتنې سره لغوه شوی ت او دپاکستان خارجه وزارت اعلاان کړی ؤ چې  هیواد ئې  له امریکائی چارواکو سره  خبرواتروته  تیا ر نه دی .

   دافغانستان  او پاکستان  په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ  نوی سټراټژۍ   دپاکستان د ولس ، چارواکو او نورو  شخصیتونو  سخته کرکه او غوسه راپارولې ده .   په دغې ستراټژۍ کې   پاکستان دترهه ګرۍ ملاتړی بلل شوی او ګواښ شوی دی ، که  اسلام  اباد  پخپلې خاورې کې  دترهه ګرو پټنځایونه اوکیمپونه  او  له ترهه ګرو سره مرستې ونه دروی نو  له پآکستان سره به خپلې  مالی اوپوځی مرستې غوڅې کړی ، چې دغې  چارې دپاکستان دولس او سیاسی او مذهبی  شخصیتونو او چارواکو سخته غوسه راوپاروله او  په پرله پسې  د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې  دامریکا  په خلاف سختې  اوجدی مظاهرې وشوې چې لا هم دوام لری .