دپاکستان په باجوړ کښې بم چاودنې ۵ کسان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56197-دپاکستان_په_باجوړ_کښې_بم_چاودنې_۵_کسان_وژلی
زمونږخبریال وایی دپاکستان په باجوړ قبایلی سیمه کښې چې دډیرو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی پرون دسړک غاړې ته په بم چاودنې کښې د یوه(۱) ځایی تحصیلدار فواد علی په شمول پینځه(۵) کسان چې څلور(۴) پکښې د ځایی لیوی پولیسو غړی دی ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2017 01:52 Asia/Kabul
  • طالبانو ترهګرې ډلې په دغه سیمه کښې ډیرې حملې او بم چاودنې کړي او بې ګناه خلک یې وژلی دي .
    طالبانو ترهګرې ډلې په دغه سیمه کښې ډیرې حملې او بم چاودنې کړي او بې ګناه خلک یې وژلی دي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان په باجوړ قبایلی سیمه کښې چې دډیرو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی پرون دسړک غاړې ته په بم چاودنې کښې د یوه(۱) ځایی تحصیلدار فواد علی په شمول پینځه(۵) کسان چې څلور(۴) پکښې د ځایی لیوی پولیسو غړی دی ووژل شول .

دغه بم چاودنه د باجوړ قبایلی سیمې دمرکز خار په پینځویشت (۲۵)کلومیټرۍ کښې په ماموند سیمه کښې هغه وخت وشوه کله چې ځایی پولیسو ګزمه کوله .

تراوسه کومې ډلې ددغه بم چاودنې ذمه واری نه ده پرغاړه اخیستی خو له تیرو څو کلونو راهسې طالبانو ترهګرې ډلې په دغه سیمه کښې ډیرې حملې او بم چاودنې کړی او بې ګناه خلک یې وژلی دی .