دنوازشریف میرمنې انتخابات وګټل
-
دپاکستان پخواني لومړي وزیر نواشریف وویل د انتخاباتو دیوسل شلمې۱۲۰() حوزې خلکو یوځل بیا په مونږباور کړی
زمونږخبریال وایی د پاکستان دپخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې دمالی غلا او فساد په تور له کاره لیری کړی شوی دی میرمنې کلثوم نواز د لاهور په یوسل شلمې (۱۲۰)حوزې کښې انتخابات ګټلی او یوشپیته زره او اوه سوه پینځه څلویښت رایې یې ترلاسه کړی دی .
په دغو انتخاباتو کښې دتحریک انصاف کاندیدې میرمن یاسمین راشد اوه څلویښت زره او نهه نوی رایې ترلاسه کړی دی .
د پیپلز ګوند کاندید فیصل میر یوزر څلورڅلویښت ، د ملی مسلم لیګ ګوند تر ملاتړ لاندې کاندید ازاد کاندید محمد یعقوی شیخ هم پینځه زره او اته سوه دوه ویشت رایې ګټلی دی .
دپاکستان جماعت اسلامی کاندید ضیاالدین انصاری پینځه سوه دوه نوی او ازاد کاندید شیخ اظهر حسین ته اوه زره او یوسل دیرش رایې ترلاسه کړی دی .
په دغوانتخاباتو کښې دپخوانی لومړی وزیر نوازشریف دمیرمنې د بریالیتوب دخبر په خپریدا سره په لاهور کښې ځینوخلکو جشن وکړ او ناڅا یې وکړه او یوبل ته یې شیرینې او میټایانې ورکړې او پټاخې یې هم واچاودولې .
دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نواشریف وویل د انتخاباتو دیوسل شلمې۱۲۰() حوزې خلکو یوځل بیا په مونږباور کړی دی او مونږد خلکو مننه کوو .
دغه راز دنوازشریف لورمریم نواز هم دخلکومننه وکړه او ویې وویل د نوازشریف پرضد دمحکمې فیصله خلکو په خپلې سینې واخیستله .
هغې وویل خلکو ثابته کړه چې دوې د نوازشریف پرضد دمحکمې فیصله نه مني .