د پاکستان محصلینو د امریکی د سیاستونو په اعتراض مظاهری وکړی
Sep 18, 2017 11:08 Asia/Kabul
د پاکستان په زرګونو محصلینو د لاهور په ښار کی، د امریکی د تیری ګرو او زور ویونکو سیاستونو په اعتراض کی، مظاهرې وکړې.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، پدغو مظاهرو کی برخه والو؛ د مړه دی امریکا، او مړ دی وی اسرائیل د شعارونو په ورکولو سره، د امریکی بیرغ ته اور واچاوه.
مظاهره چیانو؛ د امریکی له پراختیا غواړو سیاستونو څخه د خپل قهر او کرکې په ښودلو سره، اعلان وکړ: واشنګټن او تل آبیب د بشری حقوقو ډیر ستر پایمالونکی دی، او د انسانانو حقوقو او ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکوی.
اعتراض کونکو همداراز اعلان وکړ؛ د اسلام نړۍ په خلاف د امریکی هر ډول توطئه به شنډه کړی.