دتهران اواسلام اباد ترمینځ لومړنی هوائی الوت نن پیلیږی
دایران دکیش ایئر هوائی شرکت استازی ووئیل د تهران اسلام اباد الوت به دسه شنبې ورځو په سهار له تهرانه پیل او په هماغه ورځ غرمه به په اسلام اباد کې الوتکه کوزیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران دکیش ایئر نومی هوائی شرکت استازی حسین نقوی پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دایران او پاکستان دپلازمینو ترمینځ لومړنی الوت به دسه شنبې په ورځ یعنی نن ترسره شی .
هغه وئیلی دغه لومړنی الوت به دتهران دامام خمینی نړیوال هوائی ډګره په پرانیستونکو دستوروسره پیل شی او داسلام اباد په بې نظیربوټو نړیوال هوائی دګر کې به دمسافرانو په هرکلی سره ترسره شی .
دایران دکیش ایئر هوائی شرکت استازی همداراز ووئیل د تهران اسلام اباد الوت به دسه شنبې ورځو په سهار له تهرانه پیل او په هماغه ورځ غرمه به په اسلام اباد کې الوتکه کوزیږی .
همدااوس د تهران اسلام اباد مسافران د کویت ، قطر ،دوبئ، ابوظبئ اوعمان پشمول د فارس خلیج دعربی هیوادونو د الوتونو له لارې تګ راتګ کوی چې یو لړ مشکلات او ورسره زیات وخت ته ئې اړتیا درلوده چې د دغه مستقیم الوت سره به د دواړو هیوادونو دمسافرانو ډیرې ستونزې هوارې شی