د اختلافاتو په هوارۍ د افغانستان او پاکستان ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56303-د_اختلافاتو_په_هوارۍ_د_افغانستان_او_پاکستان_ټینګار
د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو مرستیالانو، د دؤو هیوادونو د اختلافاتو په هوارۍ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2017 12:00 Asia/Kabul
  • د اختلافاتو په هوارۍ د افغانستان او پاکستان ټینګار

د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو مرستیالانو، د دؤو هیوادونو د اختلافاتو په هوارۍ ټینګار وکړ.

زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د خارجه وزیر مرستیالی، میرمن«تهمینه جنجوعه» پرون دوشنبه، په نیویارک کی د ملګرو ملتو د عمومی اسامبلې د غونډې ترڅنګ؛ د افغانستان د خارجه وزیر د مرستیال«حکمت خلیل کرزی» سره په کتنه کی وویل: د افغانستان د مسئلې هوارۍ؛ د خبرو اترو له لارې امکان لری، او پدی هیواد کی د امنیت برابرول هم، په ټوله سیمه اغیز شیندونکی دی.

تهمینه جنجوعه زیاته کړه؛ پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوی.

پاکستان او افغانستان تل، په یو او بل باندی له ټروریزم څخه د ملاتړ کولو تور لګوی، او د ډیورنډ د فرضی کرښې په سر اختلاف هم، د دؤو هیوادونو ترمنځ د جدی مشکلاتو د را پیدا کیدو سبب شوئ دئ. 

افغانستان؛ د ډیورنډ فرضی کرښه نه قبلوی، او د دغې کرښې بلې غاړې ته د پاکستانی ځواکونو د شاته تګ غوښتونکئ دئ.