دپاکستان د خزانې د پخوانی وزیر دنیولو حکم صادرشو
له دې مخکې دنواز شریف کورنۍ غړو هم وئیلی دی ، دپاکستان دپلټنې د ادارې یا احتساب کمیشن فعالیتونو ته به هیڅ توجه ونه کړی او هیڅکله به د دغې ادارې دحاضریدو دستوراتو ته غوږ کی نږدی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دملی احتساب ادارې په یوه دستور کې د نواز شریف دوخت د خزانې د وزیر اسحاق ډار دنیولو حکم جاری کړی او دا حکم له دې وروسته جاری شوی چې نوازشریف دخپلې میرمنې کلثوم نواز د عیادت په پلمه لندن ته تللی او او د هغه دبیرته د نه ستنیدو په باب احتمالی شکونه اوګونګوسې هم آوریدل کیږی .
دپاکستان د دغه پخوانی لوړپوړی وزیر دنیولو لپاره هلې ځلې چې دنوازشریف یو ډ یر نزدې ټګ ملګری او دخزانې پخوانی وزیر دی ، له دې مخکې د هغه دکور د نوکرانو په کارړنګونو اوپلمو سره ناکامې شوی وې .
له دې مخکې دنواز شریف کورنۍ غړو هم وئیلی دی ، دپاکستان دپلټنې د ادارې یا احتساب کمیشن فعالیتونو ته به هیڅ توجه ونه کړی او هیڅکله به د دغې ادارې دحاضریدو دستوراتو ته غوږ کی نږدی .
داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان سیاسی حالات په همداوروستیو کې په داسې حال کې ترینګلی شوی چې دامریکا ولسمشر دافغانستان په باب دنوی سټراټژۍ داعلان په وخت پاکستان له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن کړی او د دواړو هیوادونو حالات هم لاترینګلی شوی دی .