پاکستان د افغانستان د صلحې دټینګیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56855-پاکستان_د_افغانستان_د_صلحې_دټینګیدا_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل هیڅ هیواد دپاکستان په شان په افغانستان کښې دپایداره ثبات او دصلحې دټینګیدا غوښتونکی نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2017 11:35 Asia/Kabul
  • پاکستان نیت لري افغانستان ته دترهګرو ډلو په ننباسلو سره په دغه هیواد کښې دجنګ او ناامنۍ دوام ته لمن ووهي .
    پاکستان نیت لري افغانستان ته دترهګرو ډلو په ننباسلو سره په دغه هیواد کښې دجنګ او ناامنۍ دوام ته لمن ووهي .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل هیڅ هیواد دپاکستان په شان په افغانستان کښې دپایداره ثبات او دصلحې دټینګیدا غوښتونکی نه دی .

هغه پرون په نیویارک کښې د اسیا دټولنې په غونډې کښې دافغانستان او دجنوبی اسیا په اړه د امریکا په نوی ستراتژۍ نیوکې سره وویل امریکا په جنګ سره په افغانستان کښې نشی بریالۍ کیدلای ځکه چې په دغه هیواد کښې شپاړس(۱۶) کلن جنګ ښودلی ده چې دصلحې تینګیدل یوازې په سیاسی خبرو سره امکان لری .

دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی هم پرون دملګروملتونو په امنیت شورا کښې په خپل هیواد کښې ترهګرۍ د پاکستان دحکومت دسیاستونو نتیجه بللی وه .

هغه وویل پاکستان نیت لری افغانستان ته دترهګرو ډلو په ننباسلو سره په دغه هیواد کښې دجنګ او ناامنۍ دوام ته لمن ووهی .