روغتیائي او درملنیزې مرستې باید سیاسي نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174912-روغتیائي_او_درملنیزې_مرستې_باید_سیاسي_نه_شي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا نړیوالې ادارې  له سیمه‌ییزې مشرې سره په لیدنې کې وویل چې روغتیائي، درملنیزې او بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
(last modified 2026-07-06T01:50:52+00:00 )
Jul 06, 2026 06:17 Asia/Kabul
  •   روغتیائي او درملنیزې مرستې باید سیاسي نه شي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا نړیوالې ادارې  له سیمه‌ییزې مشرې سره په لیدنې کې وویل چې روغتیائي، درملنیزې او بشري مرستې باید سیاسي نه شي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روغتیا نړیوال  ادارې  د ختیځې مدیترانې سیمې له مشرې حنان بلخي سره په کتنې کې ټینګار وکړ چې روغتیائي، درملنیزې او بشري مرستې باید له سیاسي اغېزو لیرې وساتل شي، څو نړیوال خدمات او مرستې په عادلانه او اغېزشیندونکي توګه اړمنو خلکو ته ورسېږي.

د  افغانستان  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغې غونډه کې چې د بېل او مېلېنډا ګېټس  فاؤنډيشن دمشر ،د ملک سلمان بشردوستانه بنسټ مسؤل، د یونیسف د سیمه‌ییز دفتر مشر، او همدارنګه د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون درلود، دواړو لورو د روغتیايي همکاریو او د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

حنان بلخي له افغانستان سره د روغتیا نړیوالې ادارې  د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د ګوځڼ (پولیو) ناروغي ئې یوه نړیواله اندېښنه وبلله. هغې له طالبانو وغوښتل چې د دغې ناروغۍ  په بشپړ  ډول د  له منځه وړلو لپاره  دې د واکسینشن له کمپاینونو بشپړ ملاتړ وکړي.

امیرخان متقي هم د ګوځڼ ضده واکسینشن له پروګرامونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان د روغتیايي نظام پر پیاوړتیا، د سرطان د تشخیص او درملنې د پرمختللو مرکزونو پر جوړولو، د روغتیائي مرکزونو پر سمبالتیا او د هېواد د طبي پرسونل د ظرفیت پر لوړولو ئې ټینګار وکړ.

تر دې وړاندې هم د  افغانستان د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د مرستیال برونو لاماریکس سره په لیدنې کې غوښتنه کړې وه چې له افغان ولس سره دې بشري مرستې  دوام ومومي او دا مرستې دې له سیاسي کولو پرته ترسره شي.