دپاکستان په ځینوسیموکې پنځه ترهه ګرهلاک،زیات شمیرچاودیدونکی توکی کشف شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57051-دپاکستان_په_ځینوسیموکې_پنځه_ترهه_ګرهلاک_زیات_شمیرچاودیدونکی_توکی_کشف_شوی
له دې سره په یو وخت دپاکستان دپوځ دآئی ایس پی آر دیوې اعلامیې په اساس پرون دبلوچستان صوبې په پشین سیمې کې هم له چاودیدونکو توکو یو ډک ګاډی هم نیول شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2017 02:00 Asia/Kabul
  • دپاکستان په ځینوسیموکې پنځه ترهه ګرهلاک،زیات شمیرچاودیدونکی توکی کشف شوی

له دې سره په یو وخت دپاکستان دپوځ دآئی ایس پی آر دیوې اعلامیې په اساس پرون دبلوچستان صوبې په پشین سیمې کې هم له چاودیدونکو توکو یو ډک ګاډی هم نیول شوی دی .

زمونږخبریال د جنګ ا نټرنیتی سایټ له قوله راپورراکړ   دپاکستان  امنیتی مامورانو   دپنجاب صوبې  په مرکز لاهور کې  له سګیان پل سره نزدې  په پاکونکو عملیاتو کې   پنځّه ترهه ګر هلاک کړی او  دهغوی له پټنځایه ئې  زیات شمیر وسله او  چاودیدونکی توکی او دغه راز یوموټرسایئکل  کشف اوضبط کړی دی .

په راپور کې وئیل شوی دی  چې درې  خطرناک ترهه ګر په تښتې کې بریالی شوی دی .  داهم وئیل شوی دی ،  د سی ټی ډی د  ادارې      مسئولانو وئیلی دی ، دوی ته اطلاع رسیدلې وه چې  له   اوو تر اتو خطرنا ک  ترهه ګر  له سګیا پل سره نزدې د ډیره سائین سانده تاڼې  سره نزدې  په یوې سیمې کې موجود دی او دیوې خطرناکې منصوبې نقشه ئې جوړه کړې ده ،  په همدې خاطر پر دغې سیمې عملیات وشول  چې په نتیجې کې  ئې پنځه ترهه ګرهلاک شوی او درې نور  په تښتې کې بریالی شوی دی .

په راپور کې داهم وئیل شوی دی ، له تښتیدلو ترهه ګرو  یو خطرناک ترهه ګر پیژندل شوی چې د پنجاب صوبې دبهاولنګر  اوسیدونکی دی او  له دې مخکې له  پولیسو  تښتیدلی ؤ .  دپاکستان پوځ  او پولیسو دخپل عادت په اساس سیمه کلابند کړې ده او پلټنې  ئې پیل کړی دی ،څو دهغوی له منګولو خلاص شوی ترهه ګر ونیسی .

 له دې سره په یو وخت  دپاکستان دپوځ  دآئی  ایس پی آر دیوې  اعلامیې په اساس  پرون  دبلوچستان صوبې  په پشین سیمې کې هم له چاودیدونکو توکو یو ډک ګاډی   هم  نیول شوی دی . .  په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوی دی ،ټاکل شوی وه  دغه له چاودیدونکو ډک ګاډی  په کویټه کې دحسینی  عزادارو  په  دستورو کې وچاودول شی  چې د دغې  سترې دسیسې مخه ونیول شوه .  پرون  په پیښور کې  هم  له رینګ روډ سره نزدې یوه چاودنه شوې وه چې یو شمیر کسان ئې ټپیان کړی دی .