د اسرائیلو رژیم د پوځ مالي خزانه خالي شوې ده
Aug 28, 2026 14:02 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ لوی درستیز« ایال زامیر» د پوځ د مالي خزانې په خالي کیدا باندې اعتراف سره وویل پوځ ته بیلې شوې پیسې ختمې شوي دي او اوسني مالي حالت د ماموریتونو د ترسره کولو لپاره د پوځ د ځواکونو په چمتووالي او وسونو باندې اغیز شیندلی دی.
ایال زامیر وویل د صهیونیسټ رژیم پوځ خپله بیله شوې بودجه په کامل ډول مصرف کړې ده او همدا اوس د بودجې له اندازې ورهاخوا فعالیت کوي او د پوځ مالي خزانه خالي ده.
له صهیونیسټ ټروریسټ او جنایتکار رژیم سره ټولې پوځي، مالي او وسله والې مرستې امریکا، بریتانیا، جرمني، فرانسه، متحده عربي امارات، بحرین، سعودي عربستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي.
ټیګونه