ترهګرۍ د ټولو ملتونو ګډ دښمن دی
-
پاکستان تل داختلافاتو دحل کولو لپاره دفرصتونو هرکلی کړی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی محمد نفیس ذکریا ترهګرۍ دټولو ملتونو ګډ دښمن وباله .
هغه پرون په اسلام اباد کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې دترهګرۍ ښکارنده د ټولو ملتونو او حکومتونو دګډ دښمن په توګه یاد کړه او ویې ویل ټول هیوادونه باید په ملګرتیا سره ټروریزم له مینځه یوسی .
نفیس ذکریا د ایران او دپاکستان دځینو سرحدی مسایلو په اړه وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ معلوم سازوکار سیسټاماټیک شوی او ددغه سازوکار په چوکاټ کښې سرحدونوته د اړونده ټولو موضوګانو ، دوه اړخیزه او یا سیمه ایزومسایلو په هکله بحث کیږی .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس ذکریا له افغانستان سره دخپل هیواد دسرحدی اختلافاتو او مشکلاتو په اړه هم وویل پاکستان تل داختلافاتو دحل کولو لپاره دفرصتونو هرکلی کړی دی .