د پاکستانی زیارتوالو پرلتۍ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58723-د_پاکستانی_زیارتوالو_پرلتۍ
د کربلای معلی هغو په زرګونو پاکستانی زیارتوالو چې د حسینی اربعین په مراسمو کښې د ګډون په موخه له خپل هیواده د وتلو لپاره د پولیسو له لوری له مخه نیولو سره مخامخ شوی،پرلتۍ وهلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2017 10:28 Asia/Kabul
  • د پاکستانی زیارتوالو پرلتۍ

د کربلای معلی هغو په زرګونو پاکستانی زیارتوالو چې د حسینی اربعین په مراسمو کښې د ګډون په موخه له خپل هیواده د وتلو لپاره د پولیسو له لوری له مخه نیولو سره مخامخ شوی،پرلتۍ وهلی دی.

هغه په زرګونو پاکستانی زیارتوال چې د خپل هیواد له بیلابیلو ښارونو په دریو سوو بسونو کښې په حسینی څلویښتی د برخه اخیستلو لپآره عراق ته روان وو،د پاکستان د امنیتی ځواکونو له لوری د بلوچستان صوبې په مرکز کویټې کښې درول شوی او د امنیتی مسئلو په خاطر ورته د ایران د پولې په لوری د تګ اجازه ورکړی نه ده.دغو زیارتوالو هم په پرلتۍ وهلو سره د اسلام آباد حکومت ته خبرداری ورکړی،چې تر څو ورته کربلای معلی ته د سفر د دوام لپاره د تګ اجازه ورنکړل شی،خپل اعتراض ته دوام ورکوی.

د صفرې میاشتې شلمه نیټه په کربلا دښتې کښې د حضرت امام حسین(ع) او ورسره د وفادارو یارانو د شهادت څلویښتی دی چې د نړۍ په میلیونونو مسلمانان په حسینی اربعین مراسمو کښې د ګډون په موخه ځانونه کبلای معلی ته رسوی.دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان حکومت د حسینی زیارتوالو په  امنیت ټینګولو کښې د ناتوانی په پلمه کربلای معلی ته د هغوئ د سفر خنډ کیږی بلکې مخکښې یې هم داسې اقدام کړی.دا په داسې حال کښې دی د پاکستان دولت او امنیتی اورګانونه ښه خبر دی چې د حسینی اربعین د غمجنو ورځو په نیزدې کیدا سره د پاکستان په شمول له درستې نړۍ په میلیونونو کسان کربلای معلی ته ځی خو د بلوچستان د صوبائی حکومت له لوری یې په کویټه کښې ایسارول د حسینی عزادارانو لپاره ګڼ شمیر ستونزې او مشکلات رامینځته کوی.

په دې باب د پاکستان د شیعه عالمانو د شورا یوه غړی مظهرعباس علوی وییلی:د بلوچستان صوبائی حکومت د امنیت ټینګولو په پلمه د زیارتوالو د ګاډیو حرکت ځنډوی او زیارتوال مجبوره دې په ډیر سختو شرایطو کښې څو ورځې ایسار شی.د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی باید د زیارتوالو لپآره ځانګړی آسانتیاوې برابرې کړی او په بلوچستان صوبې کښې د هغوئ د تیریدا لپاره آسانه او [ټکه اقدام وکړی څو په خپله موقع کربلای معلی ته ځانونه  ورسوی.

حسینی زیارتوال په داسې حال کښې په کویټه کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونو له لوری درول کیږی چې په کوم ځای کښې د څو ورځو لپاره ایسارول کیږی،د ژوندانه هیڅ ډول امکانات نه لری.دا په داسې حال کښې دی چې د کربلای معلی زیارتوالو له اړونده ادارو او مراجعو قانونی اجازې ترلاسه کړی  او په قانونی توګه د حسینی اربعین په مراسمو کښې د ګډون او کربلا ته د سفر اجازه لری نو په لاره یې ایسارول هیڅ جواز نه لری.پر دې سربیره په سړکونو او سرحدی پولو کښې یې پاتیدل پرې د ترهګرو حملو احتمال هم زیاتوی.

د پاکستان د شیعه عالمانو د شورا مشر سیدساجدعلی نقوی وائی:له حسینی زیارتوالو سره د پاکستان حکومت ناوړه چلند د انسانی اصولو خلاف دی او هغوئ په پولې کښې د امنیت د نیشتوالی په شمول په بیلابیلو پلمو سره درول کیږی،په داسې حال کښې چې د ایسارولو په ځای کښې د اوبو او خوړو په شمول لومړنی امکانات هم نه وی.دغه ډول حالات پرې د ترهګرو له لوری د حملو خطر لا زیاتوی.

په هرحال ځینې ټولنې عراق ته له تلونکو زیارتوالو سره د پاکستان د امنیتی ځواکونو د سیاسی کړچار شک نه ردوی او باوری دی دغه ډول چلند د عراق په کربلای معلی کښې د حسینی لیوالو د هغې سترې قدرتمنې نندارې د مخه نیولو په لړ کښې ترسره کیږی چې وهابې ټولنې سختې اندیښمنوی.دا په داسې حال کښې دی چې اسلامی نړۍ له خپلو دښمنانو او ترهګرو سره د مقابلې لپاره تر بل هر وخته زیات اتحاد او یوزړه توب ته اړتیا لری.