اچکزی له پاکستانه وغوښتل له افغانستان سره دښمنی پریږدی
هغه زیاته کړه افغانستان د پاکستان په بهترین دوست بدلیدلې شی ، ځکه چین هم چی د اسلام اباد ملاتړې او دوست هیواد دې له افغانستان سره ستونزه نلری .
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ مشر محمود خان اچکزی وویل که اسلام اباد او ځینې نور هیوادونه د افغانستان په وړاندې خپل کړچار ته دوام ورکړی نو د پاکستان قبایلی سیمې به د ترهه ګرو ډلو په مرکز بدلې شی .
اچکزی له پاکستان او ځینونورو هیوادونو وغوښتل له افغانستان سره دښمنی پریږدی .
هغه زیاته کړه افغانستان د پاکستان په بهترین دوست بدلیدلې شی ، ځکه چین هم چی د اسلام اباد ملاتړې او دوست هیواد دې له افغانستان سره ستونزه نلری .
محمود خان اچکزی وویل په پاکستان کې د چین لخوا د سی پیک پروژه جوړیږی خو که امنیت نه وی نو دغه اقتصادی پروژه به هم بشپړه نشی ، په دې اساس د اسلام اباد دولت باید له افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو تمرکز وکړی .