دپاکستان حکومت د ایران دګیسو دسولې دپایپ لاین اجرا ته ژمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58896-دپاکستان_حکومت_د_ایران_دګیسو_دسولې_دپایپ_لاین_اجرا_ته_ژمن_دی
دایران اسلامی جمهوریت پاکستان ته د صادراتو لپاره د ګیسو دپایپ لاین د تړون په وړاندې خپلې ژمنې څو کاله مخکې بشپړ کړی دی او دګیسو پایپ لاین ئې دپاکستان تر پولې پورې بشپړ کړی دی ، خو داسلام اباد چارواکو تر دې دمه دخپلو ژمنو دپوره کولو لپاره هیڅ ګام نه دی پورته کړی او هماغه شان بندیزونه یوه پلمه ګرځوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2017 13:15 Asia/Kabul
  • دپاکستان حکومت د ایران دګیسو دسولې دپایپ لاین اجرا ته ژمن دی

دایران اسلامی جمهوریت پاکستان ته د صادراتو لپاره د ګیسو دپایپ لاین د تړون په وړاندې خپلې ژمنې څو کاله مخکې بشپړ کړی دی او دګیسو پایپ لاین ئې دپاکستان تر پولې پورې بشپړ کړی دی ، خو داسلام اباد چارواکو تر دې دمه دخپلو ژمنو دپوره کولو لپاره هیڅ ګام نه دی پورته کړی او هماغه شان بندیزونه یوه پلمه ګرځوی .

 دپاکستان د ولسی جرګې غړې  میرمن  شهزادی عمرزادی   نن په یولړ څرګندونو کې   د سولې  په پایپ لاین دمشهورې پروژې  یعنی پاکستان ته  له ایرانه دګیسو دمنتقلونکی  پروژې  زرترزره   اجرا ته  داسلام اباد دچارواکو  پر ژمنتیا په ټینګار سره  ووئیل  دایران په ضد دلویدیځ بندیزونه  پاکستان ته د ایران دګیسو دپایپ لاین د پروژې   په بشپړولو کې  دخنډ لامل شوی  دی ،  په عین حال کې  داسلام اباد حکومت  د دغه پلان  دتعقیبولو په حال کې دی . 

 میرمن شهزادی  همداراز  ووئیل   دایران دګیسو دپایپ لاین   په   اجرا سره  به دپاکستان د انرژۍ کمښت تر ډیره حده پوره شی نو ځکه دپاکستان  لپاره د غه پروژه ډیر  اهمیّت لری .

 دایران  اسلامی جمهوریت   پاکستان  ته د صادراتو لپاره د ګیسو دپایپ لاین  د تړون په وړاندې   خپلې ژمنې څو کاله مخکې  بشپړ کړی دی  او  دګیسو پایپ لاین  ئې  دپاکستان  تر پولې پورې بشپړ کړی دی ، خو داسلام اباد چارواکو  تر دې دمه    دخپلو ژمنو  دپوره کولو لپاره   هیڅ ګام نه دی پورته کړی او   هماغه شان بندیزونه یوه پلمه ګرځوی .

  په پاکستان کې  دګیسو اوبریښنا  د انرژۍ  پراخ کمښت ،  او دغه راز دبیّو ډیرې  زیاتیدا  د دغه هیواد دولس لپاره  جدی ستونزې راولاړې کړی دی  چې   د دغه هیواد مرکزی حکومت تر دې  دمه  نه دی توانیدلی  د دغې ستونزې دحل لپاره  کومه منطقی حل لاره ولټوی .