په خیبر قبایلی سیمه کښې دپاکستان سپاهی وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59076-په_خیبر_قبایلی_سیمه_کښې_دپاکستان_سپاهی_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار (ISPR)په یوې (۱)بیانیې کښې وویل دافغانستان په سرحدی سیمو کښې دڅارنې له نشتون څخه په استفادې سره ترهګرو دخیبر قبایلی سیمې په راجګال سیمه کښې دپوځ په نویو جوړو مرکزونو حمله وکړه او حکومتی پوځیانو ځواکونوهم په ځوابی ډزو کښې پینځه(۵) ټروریسټان هلاک کړل او څلور (۴)نور یې ژوبل هم کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2017 12:19 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان یوبل له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي خو دواړه هیوادونه دغه تور ردوي .
    پاکستان او افغانستان یوبل له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي خو دواړه هیوادونه دغه تور ردوي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار (ISPR)په یوې (۱)بیانیې کښې وویل دافغانستان په سرحدی سیمو کښې دڅارنې له نشتون څخه په استفادې سره ترهګرو دخیبر قبایلی سیمې په راجګال سیمه کښې دپوځ په نویو جوړو مرکزونو حمله وکړه او حکومتی پوځیانو ځواکونوهم په ځوابی ډزو کښې پینځه(۵) ټروریسټان هلاک کړل او څلور (۴)نور یې ژوبل هم کړل .

دغه راز د پاکستان دملیشا ځواکونو یو سپاهی محمد ایلیاس هم دترهګرو په ډزو وژل شوی دی .

دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکودفترایس ایی پی ار (ISPR) د روان میلادی کال په اګست میاشت کښې په خیبر قبایلی سیمې کښې د خیبر څلور(Khyber-4) په نوم دپوځی عملیاتو پاې ته رسیدل اعلان کړی وو .

پاکستان دغه راز له افغانستان څخه  د ترهګرو د ورتلو دمخنیوی لپاره  د دواړو هیوادونو په سرحدی سیمو کښې د ازغن جال دغزولو کار هم پیل کړی دی .

پاکستان او افغانستان یوبل له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوی خو دواړه هیوادونه دغه تور ردوی .

په تیرې سې شنبې ورځ د پاکستان د خارجه چارو سیکرټرې میرمن تهمینه جنجوعه د مشرانو جرګې دخارجی اړیکو دکمیټۍ غونډې ته په وینا کښې ویلی وو ترهګرۍ ډلې په پاکستان کښې نه بلکې هغوې له افغانستان څخه فعالیتونو ته دوام ورکوی .

هغې ویلی وو په افغانستان کښې پینځه څلویښت(۴۵) فیصده خاوره د حکومت په لاس  کښې نه ده او ځکه خو حقانی ډله او نورې ترهګرې ډلې په پاکستان کښې امن پټځایونه ته ضرورت نلری .