پر پاکستان د امریکا دباؤنه او یا زرګری جنګ ؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59344-پر_پاکستان_د_امریکا_دباؤنه_او_یا_زرګری_جنګ
دجنرال باجوه او جنرال جوزف ووټل له لیدوکاتو وروسته په اسلام اباد کې دامریکا سفارت یوه اعلامیه خپره کړې چې په هغې کې جنرال جوزف ووټل د ډونالډ ټرمپ حکومت ته سپارښتنه کړې چې پاکستان باید د افغانستان او پاکستان په پوله ایزو سیمو کې د ترهه ګرو په ضد جدی اقدامات وکړی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 17, 2017 13:05 Asia/Kabul
  • پر پاکستان د امریکا دباؤنه او یا  زرګری جنګ ؟

دجنرال باجوه او جنرال جوزف ووټل له لیدوکاتو وروسته په اسلام اباد کې دامریکا سفارت یوه اعلامیه خپره کړې چې په هغې کې جنرال جوزف ووټل د ډونالډ ټرمپ حکومت ته سپارښتنه کړې چې پاکستان باید د افغانستان او پاکستان په پوله ایزو سیمو کې د ترهه ګرو په ضد جدی اقدامات وکړی.

په وروستیو څو میاشتو کې  د امریکا له خوا  پر پاکستان زیات  ظاهری دباؤنه  اچولی خو داسې ښکاری چې کومه   ګټه نه ورکوی .

  زمونږخبریال راپورراکړ    په داسې حال  کې  چې پر پاکستان  د امریکادباؤنه  تر ډیره حده زیات شوی دی ، خو بیا هم  په افغانستان کې د   هغو ترهه ګرو  ورانکار عملیات  چې  د روزنې مرکزونه ئې په پاکستان کې ښودل کیږی ،  هماغه راز دوام لری . 

 پرون هم    دافغانستان  دکابل مظلوم خلک  د یوې بلې  ځان مرګی حملې  شاهدان وو چې له امله ئې  د اوو  پولیسو پشمول دوویشت کسان  وژل شوی او  په لسګونو نور هم ټپیان شوی دی . د دغه جنایت  پړه هم داعش تکفیری ډلې په غاړه اخستې ده .

 داپه داسې  حال کې دی چې  دپاکستان  او امریکا د سیاسی چارواکو او  جنرالانو ترمینځ دخولې  شخړې  هم  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزېئ  دموضوع په سر   اوج ته  رسیدلی دی .  دپاکستان د پوځ دعمومی اړیکو  ددفتر  داعلامیې په اساس  دپاکستان د پوځ په لوئې درستیزوالۍ کې   دامریکا د پوځ  له لوړپوړی قوماندان جنرال جوزف ووټل سره د پاکستان د پوځ دعمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه لیده کاته کړی دی  او دواړو لورو   دترهه ګرۍ  په ضد   دکوم جدی اقدام نه کولو  باندې یو بل تورن کړی دی .  دپاکستان د پوځ دعمومی قوماندان جنرال باجوه او دکورنیو  چارو وزیر احسن اقبال   پشمول  لوړپوړی چارواکی   په دې اند دی چې  ترهه ګرۍ ته ئې په خپلې خاورې کې ماته ورکړې ده . د دوی په وینا، دافغانستان  کابو پنځه څلویښت فی صدی برخه   د وسلوالو  طالبانو په کنټرول کې  ده ، پر دې اساس  دپآکستان لوړپوړی چارواکی مدعی دی ،  په افغانستان کې نه یوازې طالبان او حقانی ډله  دیره ده ،بلکې  دپاکستان   دطالبانو پشمول  د دغه هیواد زیاتره ترهه ګر  هم په افغانستان کې دی  او له هماغه ځایه د پاکستان په ضد ترهه ګرې حملې کوی ، خو امریکا  هماغه راز په دې اند ده چې  طالبان او حقانی چینل  هماغه شان په پاکستان کې دی  او  د دغه هیواد حکومت  باید هغوی  له مینځه یوسی او    دافغانستان په ضد دې دهغوی حملې هم ودرول شی .

 دجنرال باجوه او جنرال جوزف  ووټل  له لیدوکاتو وروسته  په اسلام اباد کې دامریکا سفارت  یوه اعلامیه خپره کړې  چې په هغې کې  جنرال  جوزف ووټل  د ډونالډ ټرمپ حکومت ته سپارښتنه کړې  چې پاکستان باید د  افغانستان او پاکستان  په پوله ایزو سیمو کې  د ترهه ګرو په ضد  جدی اقدامات وکړی. دا چې  په پاکستان دامریکا دباؤنه  یا په بله خبره ،   د افغانستان  د روان جنګ  په  اړه د امریکا او پاکستان  ترمینځ دخولې شخړې   څومره جدی دی ،  دتهران ریډیو پښتو خپرونې  په دې باب  دافغانستان د ولسی جرګې  له یوه غړی  انجنئیر   صاحب خان سره  دټیلیفون له لارې دهغه نظر پوښتلی ، چې هغه هم په ځواب کې  وئیلی دی ،  دامریکا او  پاکستان ترمینځ  د  افغانستان د  جنګ په باب دخولې شخړې  یو زرګری جنګ دی او له دې زیات  بل هیڅ نه  دی .

دصاحب خاان په وینا  ، داڅرنګه دباؤنه دی ، داڅرنګه دخولې شخړې دی چې  له میاشتو راهسې  دمریکا له خوا  پر پاکستان  اچول کیږی بلکې باید ووایم چې  له تیرو  څه دپاسه شپاړسو کلونو راهسې   امریکائی  چارواکی   په پاکستان کې   د طالبانو او حقانی چینل   دترهه ګرو په شتون اعتراف کوی،خو عملا  دهغوی   په ضد هیڅ جدی اقدام نه کوی .  دا څرنګه لوبه ده؟

 انجنئیر  صاحب خان دغه راز وئیلی  که امریکا  پر پاکستان په دباؤ اچولو کې جدی وائ ، نو   دامریکا دکانګرس له خوا به د پاکستان لپاره  اوه سوه میلیون ډالری  مرستې نه تصویبیدلې، امریکا تر دې  دمه  اراده نه ده کړې څو  دافغانستان جنګ پای ته ورسیږی .  دهغه په وینا،  که    امریکا یوازې اراده وکړی  چې  په افغانستان کې جنګ پای ته ورسیږی ،نو  پاکستان هیڅ جراءت  نه لری  چې  د امریکا  دګروهنې په اپوټه  له طالبانو اوحقانی ډلې سره مرستې وکړی .  انجئیر صیب  دغه راز وئیلی ،  امریکا په سیمې کې سپیرې موخې لری  چې  غواړی  دافغانستان له  لارې ورته ورسیږی   او  دافغانستان  حکومت هم  چې  له اقتصادی پلوه  په بشپړ ډول   له امریکاسره اړونده دی او پرې تکیه  کوی ،   دامریکا د استعماری او غرضی سیاسیتونو مخه   نشی نیولی .  دافغانستان د ولسی جرګې دغه  استازی  دافغانستان له ګاونډیو هیوادونو غوښتی دی  چې  د دغه هیواد  له حکومت سره مرسته وکړی ،څو دامریکا داستعماری او غرضی سیاستونو مخه ونیول شی ، که داسې نه وی ،نو   دامریکا د خطرناکو سناریوګانو اصلی موخه  همدغه ګاونډی هیوادونه په تیره بیا  روسیه ،چین اوایران دی  .

(لیکوال : عاشق حسین طوری )