دافغانستان په جنګ کې دامریکاسټراټژی ناکامه شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62657-دافغانستان_په_جنګ_کې_دامریکاسټراټژی_ناکامه_شوی_ده
د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو دپآکستان د چارواکو ،سیاستوالانو او ولس سخت غبرګونونه راپورته کړی او حکومتی چارواکو په ډاګه وئیلی دی ، امریکا پاکستان ته کوم خیرات نه دی ورکړی ،بلکې ډیرې ګټې ئې ترلاسه کړی دی او امریکا دشوو موافقو په اساس او س هم دپاکستان څه دپاسه لس میلیارډ ډالره پوروړې ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 04, 2018 13:11 Asia/Kabul
  • دافغانستان په جنګ کې دامریکاسټراټژی ناکامه شوی ده

د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو دپآکستان د چارواکو ،سیاستوالانو او ولس سخت غبرګونونه راپورته کړی او حکومتی چارواکو په ډاګه وئیلی دی ، امریکا پاکستان ته کوم خیرات نه دی ورکړی ،بلکې ډیرې ګټې ئې ترلاسه کړی دی او امریکا دشوو موافقو په اساس او س هم دپاکستان څه دپاسه لس میلیارډ ډالره پوروړې ده .

زمونږخبریال  له اسلام اباده راپور راکړ دپآکستان دپوځ  ویندوی او د ائی ایس پی آر ادارې  مشر جنرال آصف غفور  په یولړ څرګندونو کې وئیلی  امریکا په افغانستان کې  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې  او دنشه ایزو توکو له قاچاق  سره  دمبارزې په پلمه څه دپاسه سل میلیارډ ډالر لګولی دی ،خو  هیڅ ګټه ئې نه ده درلودلې .

   دپاکستان دپوځ  ویندوی  هداراز  د حقانی ترهه ګر چینل  په ضد د دغه هیواد دپوځ اقداماتو ته په اشارې سره  ووئیل  پاک پوځ  په قبایلی  سیمو کې  دضرب عضب   نومې عملیاتو کې  دسپاه صحابه ،جنګوی لښکر او طالبانو  پشمول د ترهه ګرو ډلو په ضد  اقدامات کړی  چې تراوسه پورې  د دغو عملیاتو  په  نتیجې کې ډیر زیات تکفیریان  هلاک او دهغوی پټنځایونه   هم تباه شوی دی .

 جنرال آصف غفودر  همداراز  د امریکا دولسمشر ډونالډټرمپ  پاکستانی ضد  اوناسنجول شوی څرګندونې  هم په کلکه محکومې کړې  او ورښانه ئې کړې ده ،   پاکستان د  هیچا له دړکو او ګواښونو نه ویریږی او  دپاکستان پوځ  دترهه ګرو اوترهه ګرۍ په ضد مبارزه د  پیسو  په خاطر نه بلکې د خپل  ملت او  سیمې  د امنیت او ثبات لپاره  کړې ده او دغې مبارزې ته به  هماغه راز دوام ورکړی .

 دپاکستان او امریکا ترمینځ نزدې اړیکې هاله ترینګلی شوی ، چې  دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  په تیر اګست میاشت کې د  افغانستان او جنوبی آسیا لپاره دنوی سټراټژۍ  په اعلانولو سره   پاکستان یو ځل بیا  دترهه ګرو په ملاتړ تورن کړ او ګواښ ئې وکړ که  پاکستان دترهه ګرۍ په ضد جدی مبارزه ونه کړی نو ډیر څه به له لاسه ورکړی ، چې دغو څرګندونو  دپآکستان د چارواکو ،سیاستوالانو او  ولس سخت غبرګونونه  راپورته کړی او  حکومتی چارواکو په ډاګه وئیلی دی ،  امریکا پاکستان  ته کوم  خیرات نه دی ورکړی ،بلکې  ډیرې ګټې ئې ترلاسه کړی  دی او  امریکا  دشوو موافقو په اساس او س هم دپاکستان  څه دپاسه لس میلیارډ ډالره پوروړې ده .