په پاکستان د ټرمپ تورونه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62685-په_پاکستان_د_ټرمپ_تورونه
د پاکستان لمړی وزیر؛ د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» د وروستیو ټویټری تورونو په ځواب کی، هغه داسی غلط تورونه وبلل؛ چی د پوهیدو وړ نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 13:26 Asia/Kabul
  • په پاکستان د ټرمپ تورونه

د پاکستان لمړی وزیر؛ د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» د وروستیو ټویټری تورونو په ځواب کی، هغه داسی غلط تورونه وبلل؛ چی د پوهیدو وړ نه دی.

شاهد خاقان عباسی، د پاکستان په ضد د ټرمپ څرګندونی او تورونه؛  د درک وړ ونه بلل، او ویی ویل: د دغه هیواد په ملی امنیت کی هیڅ مشکل نشته. په همدی حال کی د پاکستان د مالیې وزارت، له اسلام آباد سره د امریکی د مرستو د بندیدو خبر ورکړ، او ټینګار یی وکړ: د امریکی دغه اقدام به؛ د پاکستان د اقتصاد په وضعیت، کوم اغیز ونه لری.

د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرامپ»، په ۲۰۱۸ کال کی پخپلو لمړنیو ټویټی څرګندونو کی، یو ځلې بیا افراط پالو خشونت طلبانو ته په پناه ورکولو د پاکستان په تورنولو سره، ګواښ وکړ چی له دغه هیواد سره خپلې مرستې بندوی. د امریکی ؤلس مشر پدی وروستیو کی، د دغه هیواد د ملی امنیت په نوې ستراتژۍ کی هم، د پاکستان په خلاف ورته تور مطرح کړئ ؤ، چی د یاد هیواد د دولت او خلګو له تند عکس العمل سره مخامخ شو. د ټروریزم او په افغانستان کی له امریکی سره د دغه هیواد د همکاریو په هکله، د امریکی او پاکستان اختلافات؛ د جورج بوش زوی دورې ته ور ګرځی. په ۲۰۰۶ کال کی؛ وروسته تر هغه چی د امریکی پوځ په افغانستان کی له بندون سره مخامخ شو، د امریکی سیاسی او پوځی مقامونو؛ د ټروریزم په وړاندی، او په افغانستان کی له افراط پالو سره په مقابله کی، د امریکی له پوځ سره د همکارۍ په هکله، پاکستان د دوه ګونی دریځ په غوره کولو تورن کړ. که څه هم د پاکستان د هغه وخت ؤلس مشر«پرویز مشرف» په ۲۰۰۱ کال کی؛ په افغانستان د امریکی په حمله کی، له واشنګټن سره همکارې وکړه، او د بوش له خوا یی د امریکی د غیر ناټو متحد؛ لقب ترلاسه کړ، خو دغه همکارې؛ ډیر ژر د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ په تضاد او اختلاف بدله شوه.  

په پاکستان کی د پوځی چارو کارپیژاندئ«طلعت مسعود» پدی اړه وایی:« امریکا په افغانستان کی د سولې په لټه نه ده، او په زیاته اندازه سعی کوی پدی هیواد کی خپل شتون ثابت کړی، او په همدی خاطر پدې زمینه کی، له پاکستان سره همکارې نه کوی».

پاکستان؛ غوښتل په افغانستان کی له امریکی سره د همکارۍ له لاری، د افغانستان په سیاسی جوړښتونو کی د طالبانو د موقعیت د ټینګښت، او له دغه هیواد سره په نړیوالې پولې باندی د ډیورنډ د فرضی کرښې د بدلولو، او په افغانستان کی د هند د نفوذ د محدودولو په شان؛ اهدافو ته ورسیږی، چی په عمل کی نه یواځی داسی ونه شوه؛ بلکه امریکا وښودل چی پخپل سیمه ایز سیاست کی یی، هند د پاکستان پرځای را وستئ دئ، چی له پخوا څخه په زیاته اندازه یی د اسلام آباد قهر را وپاراوه. 

په هر حال؛ په پاکستان د دباؤ د اچولو لپاره د امریکی دولت ډیره مهمه وسیله، د اسلام آباد له دولت سره د مالی او پوځی مرستو د وړاندی کولو بندیدل دی، او د دغو مرستو په بندولو سره؛ انتظار لری د پاکستان دولت، په تیره بیا د افغانستان په هکله د امریکی د غوښتنو په وړاندی تسلیم شی. مګر؛ د دغه هیواد د حالاتو پیچیلتیا، او په افغانستان کی پر مختلفو فعالو ډلو؛ په تیره بیا په طالبانو باندی د پاکستان نفوذ لرلو ته په پام سره، د پاکستان له نظره؛ له دغه هیواد سره په اختلاف کی، امریکا بایلونکې ده، او په همدی دلیل یی، په ځلونو په افغانستان کی د امریکی د ماتې په اړه؛ سپینی ماڼۍ ته خبردارئ ورکړئ دئ. سره له دې حاله؛ په پاکستان کی سیاسی ټولنو؛ له واشنګټن سره د همکارۍ کولو د پایلو په باره کی، د دغه هیواد دولت خبردارئ ورکړئ دئ، او پدی هیواد کی د خپلواکی او په ؤلسی قدرت باندی د ولاړې حل لارې د غوره کیدو غوښتونکی شوی دی. ځکه چی په امریکا پوری د پاکستان د پیلتوب دوام، د دی سبب ګرځی چی دغه هیواد، د اقتصادی او پوځی مرستو له لارې، د اسلام آباد د دولت په سیاستونو اغیز وشیندی.