پاکستان دحقانی ډلې ټول مرکزونه ختم کړی دی
-
پاکستان هیڅکله دپیسو لپاره نه دی جنګیدلی بلکې دامن لپاره یې مبارزه کړي ده .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په یوې (۱)ټیلی ویژنی مرکې کښې وویل اسلام اباد دحقانی ډلې ټول مرکزونه او پټنځایونه له مینځه وړی دی .
هغه وویل پاکستان هیڅکله په خپل ټاټوبی کښې په غیر منظم ډول د حقانی ډلې د شتون خبره نه ده رد کړی .
امریکا وایی چې حقانی ډله د پاکستان په شمالی وزیرستان او دغه راز په کرمې ایجنسۍ قبایلی سیمه کښې ستر مرکزونه او پټنځایونه لری او جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی(ISI) ورسره مالی او پوځی مرستې کوی .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل حکومتی عسکرو په شمالی او جنوبی وزیرستان او دغه راز په خیبر قبایلی سیمه کښې دعمیاتو په ترسره کولو سره دغه سیمې پاکې کړی دی او مونږامریکا ته ویلی دی چې راشه په خپله دغه سیمې وګوره .
دغه راز په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز چوهدری هم پرون وویل چې دترهګرۍ پرضد دامریکا او دپاکستان ترمینځ ملګرتیا نیغ په نیغه د امریکا دملی امنیت له ګټو سره مرسته کړی ده .
دغه راز دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو د دفتر مشر جنرال اصف غفور هم وویل د امریکا د مرستو ځنډول به په دوه اړخیزه امنیتی ملګرتیا او دصلحې په سیمه ایزو هڅو اغیز وکړی خو دترهګرۍ پرضد دپاکستان په ارادې به هیڅ اغیز ونلری .
هغه وویل پاکستان هیڅکله دپیسو لپاره نه دی جنګیدلی بلکې دامن لپاره یې مبارزه کړی ده .