د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په امریکی نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i63873-د_پاکستان_د_کورنیو_چارو_وزیر_په_امریکی_نیوکه_وکړه
د پاکستان داخله وزیر تاکید وکړ: امریکا دی د اسلام آباد په داخلی چارو کی د دخالت کولو پرځای، د دری میلیون افغان مهاجرینو د ستنولو په فکر وی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2018 11:11 Asia/Kabul
  • د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په امریکی نیوکه وکړه

د پاکستان داخله وزیر تاکید وکړ: امریکا دی د اسلام آباد په داخلی چارو کی د دخالت کولو پرځای، د دری میلیون افغان مهاجرینو د ستنولو په فکر وی.

د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، احسن اقبال وویل: امریکا دی په پاکستان د تور لګولو پرځای، د مهاجرینو لپاره د یوې مناسبی اقتصادی بستې د چمتو کولو په فکر وی، چی لازیات مشکلات ورته پیښ نه شی.

د نواز مسلم لیګ ګوند لوړ پوړی غړی، د پاکستان په خاوره کی د افغانستانی مهاجرینو شتون ته په اشارې سره زیاته کړه: اسلام آباد ضمانت کوی؛ که دغه مهاجرین له پاکستان څخه ووځی، او خپل هیواد ته ستانه شی، هیڅ ترهه ګر په پاکستان پاتی نه شی.