پاکستان او هند دې دکشمیر موضوع د خبرواترو له لارې حل کړی
د جمو اوکشمیر اعلی وزیرې وئیلی دی ، دکشمیر شخړې حل د هندوستان او پاکستان په ګټه دی ،ځکه د دغې موضوع په حل سره سیمې ته آرامښت اوامنیت بیرته ګرځی .
زمونږخبریال راپور راکړ د هندترکنټرول لاندې کشمیر اعلی وزیرې میرمن محبوبه مفتی نن په یولړ څرګندونو کې د پاکستان اوهندوستان ترمنیځ خبرې اترې د کشمیر دشخړې غوره ښه حل لاره وبلله او وې وئیل و پوځی حل لارې ته مخه کول په دغې سیمې کې ناکرارۍ نوره هم زیاتوی .
میرمن محبوبه مفتی زیاته کړې ، کله چې دهند اوپاکستان ترمینځ تاؤتریخوالی زیات شی ، نو یوازې د دواړو هیوادونو خلک دی چې تاوان وینی ، ځکه چې د دواړو هیوادونو د پوله ساتونکو ځواکونو ترمینځ د ډزو له امله یوازې عام خلک دی چې ګوزار خوری .
د جمو اوکشمیر اعلی وزیرې وئیلی دی ، دکشمیر شخړې حل د هندوستان او پاکستان په ګټه دی ،ځکه د دغې موضوع په حل سره سیمې ته آرامښت اوامنیت بیرته ګرځی .
هند اوپآکستان په کشمیر کنټرول لاین کې تل یوه بل د اوور بند په خلاف ورزۍ تورنوی او وخت په وخت د دواړو هیوادونو دپوله ساتی ځواکونو په ډزو کې زیاتره بې ګناه خلک قربانی کیږی او دهند اوپاکستان د اړیکو اوحالاتو دترینګلتیاؤ یو اصلی علت همدغه دکشمیر شخړه ده .