دپاکستان لومړی وزیر امریکا ته خبردارې ورکړ
د افغانستان درست مشکلات باید د خبرو اترو له لارې اواری شی ، کنی افغانستان به دامریکا لپاره په دوهم ویتنام بدل شی .
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم شاهد خاقان عباسی امریکا ته د افغانستان په دوهم ویتنام د بدلیدو په اړه خبرداری ورکړ .
شاهد خاقان عباسی وویل د افغانستان درست مشکلات باید د خبرو اترو له لارې اواری شی ، کنی افغانستان به دامریکا لپاره په دوهم ویتنام بدل شی .
ده زیاته کړه پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لاره کی هر ډول ملګرتیا ته چمتو دې او د خپل صداقت د ښودلو لپاره یې په خپله خاوره کی د ترهه ګرۍ امن ځایونه تباه کړی دی .
هغه ټینګار وکړ د امریکا د مالی مرستو غوڅیدا به په پاکستان اغیز ونکړی ، ځکه چی دغه مرستې هیڅکله د پاکستان د خلکو د هوساینې د ملاتړونو په انګیزې ندی ترسره شوی .
د پاکستان او امریکا اړیکی د اسلام اباد پرضد د ټرمپ له تورونو لګولو وروسته خرابی شوی دی .