پاکستان او افغانستان خبرو ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64839-پاکستان_او_افغانستان_خبرو_ته_دوام_ورکوی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان او د افغانستان لوړرتبه پوځی او حکومتی چارواکو پرون په کابل کښې د دواړو هیوادونو د صلحې او دپیوستون د پلان دځینو مادو په هکله موافقه وکړه او فیصله یې وکړه چې د دوه اړخیزه تعامل دکامل پروګرام په اړه موافقې ته د رسیدا لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2018 01:34 Asia/Kabul
  • پاکستان د طالبانو ډلې ستر مرکز دی او اوس وخت رارسیدلی دی چې اسلام اباد د دغه ډلې پرضد اقدام وکړي .
    پاکستان د طالبانو ډلې ستر مرکز دی او اوس وخت رارسیدلی دی چې اسلام اباد د دغه ډلې پرضد اقدام وکړي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان او د افغانستان لوړرتبه پوځی او حکومتی چارواکو پرون په کابل کښې د دواړو هیوادونو د صلحې او دپیوستون د پلان دځینو مادو په هکله موافقه وکړه او فیصله یې وکړه چې د دوه اړخیزه تعامل دکامل پروګرام په اړه موافقې ته د رسیدا لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړی .

دافغانستان او دپاکستان دچارواکو له غونډې  وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې وویل شو چې دغه غونډه په ډیر ښه چاپیریال کښې وشوه او د ددواړ هیوادونو پلاویو د صلحې  او دپیوستون د ګډ پلان په اړه یو څه پرمختګ وکړ .

په کابل کښې دپاکستان او د افغانستان دپوځی او دحکومتی چارواکو دغه غونډه په داسې حال کښې پرون وشوه چې څو ورځې مخکې د افغانستان په پلازمینې کابل کښې ځینې  خونړۍ حملې شوی وې او په ترڅ کښې یې ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شوی وو .

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او د ملی امنیت مشر معصوم ستانکزی هم پاکستان ته سفر کړی وو چې د ولسمشر اشرف غنی شخصی پیغام داسلام اباد چارواکو ته ورسوی  او پرون د پاکستان یوه(۱) لوړرتبه پوځی او حکومتی پلاوی کابل ته سفر وکړ .

دپاکستان پلاوی پرون په کابل کښې د افغانستان له چارواکو سره په خبرو کښې د کابل دحملو په اړه د ګډ تحقیق د ترسره کولو وړاندیز وکړ او د کابل په حکومت یې غږ وکړ چې په افغانستان کښې دیره د پاکستان ضد ترهګرو پرخلاف اقدام ترسره کړی .

دپاکستان دخارجه وزارت سیکرټرې  میرمن تهمینه جنجوعه پرون په کابل کښې دافغانستان له چارواکو سره په خبرو کښې دغه خبره تکرار کړه چې دواړه هیوادونه په یوبل دتورونو د لګولو پرځاې باید له یوبل سره بشپړه ملګرتیا وکړی .

پاکستان دغه راز د افغانستان د سرحد دننه د ښه مدیریت د پیاوړتیا غوښتنه هم وکړه .

دافغانستان او دپاکستان د حکومتی او پوځی چارواکو راتلونکی غونډه به د فرورۍ دمیاشتې په نهمه(۹) او لسمه(۱۰) نیټه په اسلام اباد کښې وشی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی وړمه ورځ په یوې(۱) ټیلی ویژنی وینا کښې ویلی وو چې پاکستان د طالبانو ډلې ستر مرکز دی او اوس وخت رارسیدلی دی چې اسلام اباد د دغه ډلې پرضد اقدام وکړی .

دپاکستان خارجه وزارت د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی تور رد کړی او ویلی یې دی چې اسلام اباد په خپل هیواد کښې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد اقدام کړی دی .