له افغانستانه له څلور زرو نه د زياتو پاکستاني کورنيو ستنېدنه
د پاکستان له څلورو زرو نه زياتې کورنۍ چې د فوځ په عملياتو کښې د خپلو کورونو پرېښودو او افغانستان ته تلو ته مجبورې شوې وې خپل هېواد ته د ستنېدو په حال کښې دي.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټه له مخې د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې ځاي چارواکو وويل، د شمالي وزيرستان اوسيدونکي چې د ترهه ګرو ډلو د پټېدو د ځايونو په خلاف د فوځ د ضرب عضب له عملياتو نه وروسته د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي وو له افغانستانه پاکستان ته د ستنېدو په حال کښې دي.
د پاکستان حکومت له قوله د څلور زره درې سوه نهويشت کورنۍ چې د دغه هېواد د فوځ د عملياتو له کبله يې د افغانستان خوست ولايت ته پناه وړې وه د دواړو هېوادونو له خبرو اترو وروسته پاکستان ته ستنيږي.
د رسمي اټکلونو له مخې تقريباً دولس زره پاکستاني کورنيو له شمالي وزيرستانه افغانستان ته کډه کړې وه.
دا په داسې حال کښې دي چې په دې وروستيو وختونو کښې کابل نيوز ټي وي رپوټ ورکړ چې له دغو کډوالو څخه په زرګونو کسان پاکستان ته ستنېدو ته ګروهنه نه لري.
د شمالي وزيرستان نورو اوسيدونکو تاکيد وکړ چې تر هغه وخته چې فوځ له دغې سيمې نه وي وتلے خپل هېواد ته به ستانه نه شي.