د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د څلورو ترهه ګرو وژله
Mar 11, 2018 10:23 Asia/Kabul
د پاکستان امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کښې د څلورو ترهه ګرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان فوځ په يوې بيانيه کښې وويل په دغو عملياتو کښې چې د بلوچستان صوبې په ګوادر سيمه کښې ترسره شول همدارنګ يوه اندازه وسلې او چاودېدونکي مواد هم له ترهه ګرو څخه کشف او ضبط شول.
بلوچستان صوبه د پاکستان له ناامنه صوبو څخه ګڼل کيږي چې د لشکر جهنګوي او سپاه صحابه په شمول د ترهه ګرو ډلو ډلو اکثر غړي په دغه صوبه کښې موجود دي.
ټیګونه