پاکستان باید د افغانستان په چارو کښې استازی وټاکی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67838-پاکستان_باید_د_افغانستان_په_چارو_کښې_استازی_وټاکی
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان پخوانی دفاع وزیر« اصف یاسین ملک «له افغانستان سره د خپل هیواد داړیکود ښه کیدا لپاره وړاندیز وکړ د اسلام اباد حکومت باید دافغانستان په چارو دغور لپاره ځانګړی استازی وټاکی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2018 01:58 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان د ډیورینډ(Durand) سرحدي کرښې او په سرحدونو کښې امنیتي پوستو دجوړولوپه شمول د مسائلو په اړه له یوبل سره اختلاف لري .
    پاکستان او افغانستان د ډیورینډ(Durand) سرحدي کرښې او په سرحدونو کښې امنیتي پوستو دجوړولوپه شمول د مسائلو په اړه له یوبل سره اختلاف لري .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان پخوانی دفاع وزیر« اصف یاسین ملک «له افغانستان سره د خپل هیواد داړیکود ښه کیدا لپاره وړاندیز وکړ د اسلام اباد حکومت باید دافغانستان په چارو دغور لپاره ځانګړی استازی وټاکی .

هغه وویل د افغانستان له حکومت سره دتعامل او د  پاکستان او دافغانستان ترمینځ د تاوتریخوالو د له مینځه وړلو لپاره اسلام اباد دافغانستان په چارو کښې ځانګړی استازی وټاکی او هغه نیغ په نیغه د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی تر څارنې لاندې کار وکړی .

د پاکستان پخوانی دفاع وزیر اصف یاسین ملک په دې خبرې سره چې باید تضیمن دې  ورکړل شی دپاکستان خاوره دې د افغانستان پرضد استعمال نشی ټینګار وکړ دواړه هیوادونه په خپلو مشکلاتو د غور لپاره ګډه او معلومه ستراتیژۍ وټاکی .

تراوسه د سرحدی اختلافاتو د حل لپاره د افغانستان او دپاکستان د چارواکو ترمینځ څو ځله خبرې شوی خو هیڅه نتیجه یې نه ده لرلی .

داپه دسې حال  کښې دی چې کابل ته د پاکستان دملی امنیت د سلاکار ناصر جنجوعه له سفر وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وغوښتل له افغانستان سره دخبرو د پیلولو لپاره کابل ته ورشی .

پاکستان او افغانستان د ډیورینډ(Durand) سرحدی کرښې او په سرحدونو کښې امنیتی پوستو دجوړولوپه شمول د مسائلو په اړه له یوبل سره اختلاف لری او دواړه هیوادونه یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .