پاکستان دبنګلادیش دریځ وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68244-پاکستان_دبنګلادیش_دریځ_وغاند
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت د بنګلادیش دلومړۍ وزیرې میرمن حسینه واجد د اسلام اباد ضد څرګندونې وغندلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2018 00:48 Asia/Kabul
  • دهیواد خلک باید  هغو  کسانو  ته ځواب ورکړي چې خپلوان یې دپاکستان لپاره وژل شوي دي .
    دهیواد خلک باید هغو کسانو ته ځواب ورکړي چې خپلوان یې دپاکستان لپاره وژل شوي دي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت د بنګلادیش دلومړۍ وزیرې میرمن حسینه واجد د اسلام اباد ضد څرګندونې وغندلې .

دبنګلادیش لومړۍ وزیرې د مارچ دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه په یوې(۱) وینا کښې ویلی وو دهیواد خلک باید  هغو  کسانو  ته ځواب ورکړی چې خپلوان یې دپاکستان لپاره وژل شوی دی .

هغې وویل دغه کسان باید سزا شی .

دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل پرون  د بنګلادیش دلومړۍ وزیرې حسینه واجد څرګندونې د ۱۹۷۴ میلادی کال د درې اړخیزه موافقې د روح پرضد وبللې .

د ۱۹۷۴ میلادی کال د درې اړخیزه موافقې پراساس ډاکې ژمنه کړی ده دهغو کسانو پرضد چې دوې یې د۱۹۷۱ میلادی کال د بیلتون په وخت په جنګی جرمونو تورنوی هیڅ اقدام ترسره نکړی .