حقانی ډله او طالبان باید د سولې د پروسې برخه ووسی
Apr 08, 2018 05:04 Asia/Kabul
-
په اړیکو کښې ناباور به د ترهګرۍ پرضد عملیاتو ته تاوان ورسوي .
زمونږ خبریال وایی په امریکا کښې دپاکستان سفیر «اعزاز چوهدری» وویل د افغانستان طالبان او حقانی ډله باید د هیواد دسیاسی بهیر برخه ووسی .
هغه وویل په افغانستان کښې د امنیت د ټینګیدا لپاره د دغه هیواد دحکومت ګډون ضروری دی او د افغانستان مسله پوځی حل لاره نلری .
په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز چوهدری دغه راز وویل دامریکا په شمول نړیواله ټولنه باید د هندوستان دظلمونو پرضد غږ پورته کړی .
هغه وویل د پاکستان او دامریکا اړیکې باید د ګډ درنښت پراساس وی او تشویش او اندیښنې ددواړو هیوادونو داړیکو لپاره تاوان لری .
په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز چوهدری وویل په اړیکو کښې ناباور به د ترهګرۍ پرضد عملیاتو ته تاوان ورسوی او دغه چاره به دافغانستان دسولې پروسې هم ته ګوزار ورکړی .
ټیګونه