نواز شریف په اقتصادی فساد د خپلو خپلوانو تورنیدو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i6946-نواز_شریف_په_اقتصادی_فساد_د_خپلو_خپلوانو_تورنیدو_ته_غبرګون_وښود
د پاکستان د وزیراعظم محمد نواز شریف کورنۍ دپاناما پیپرز په نامه د مالیاتی تیښتې او ناروا پیسو ته د قانونی بڼه ورکونې په لسټ کښې د هغه د ځینو خپلوانو د نومونو شتون ته غبرګون وښود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2016 12:18 Asia/Kabul
  • نواز شریف په اقتصادی فساد د خپلو خپلوانو تورنیدو ته غبرګون وښود

د پاکستان د وزیراعظم محمد نواز شریف کورنۍ دپاناما پیپرز په نامه د مالیاتی تیښتې او ناروا پیسو ته د قانونی بڼه ورکونې په لسټ کښې د هغه د ځینو خپلوانو د نومونو شتون ته غبرګون وښود.

دایرنا د خبر له مخې د پاکستان د وزیراعظم کورنۍ پرون له پاناما پیپرز سره د نوازشریف د عزیزانو هرډول ارتباط او تړاو رد کړ.

خبر وایی چې په دغو اسنادو کښې د نواز شریف د دریو ځامنو نومونه شامل دی.

د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر پرویز رشید هم پرون سهار په یوه خبری غونډه کښې وویل چې له هیواده بهر د پاکستان د وزیراعظم د کورنۍ ټوله پانګه او شتمنۍ قانونی دی.

دپاکستان د مخالف تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ایشوا شوی (پاناما پیپرز) د دغه هیواد د وزیراعظم د کورنۍ لپاره یوه ستره رسوایی وبلله او د هغه د استعفا ورکولو غوښتنه یې وکړه.

د (پاناما پیپرز) په نامه مشهورو شویو اسنادو کښې د نړۍ د مختلفو هیوادونو د ځینو چارواکو، سپورټی لوبغاړو او نړیوالو تبهکارانو لخوا له پیسو وینځلو یا ناروا پیسو ته د روا او قانونی بڼه ورکونې په اړه یولړ ادعاوې مطرح شوې دی.