په کراچۍ او لاهور کې اته ترهه ګرهلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i6970-په_کراچۍ_او_لاهور_کې_اته_ترهه_ګرهلاک_شول
دپاکستان دترهه ګرۍ ضد ځواک او پولیسو بیګا دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کې په یوه کور باندې په عملیاتو کې له ترهه ګرو سره ونښتل چې په دغو ډزو کې شپږ ترهه ګرهلاک او دهغوی څلور نور ملګری په تښتې کې بریالی شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2016 09:51 Asia/Kabul
  • په کراچۍ  او لاهور کې   اته ترهه ګرهلاک شول

دپاکستان دترهه ګرۍ ضد ځواک او پولیسو بیګا دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کې په یوه کور باندې په عملیاتو کې له ترهه ګرو سره ونښتل چې په دغو ډزو کې شپږ ترهه ګرهلاک او دهغوی څلور نور ملګری په تښتې کې بریالی شول .

زمونږ خبریال راپورراکړدپاکستان پولیسو ویلی دی ، په دغو عملیاتو کې څلورکلاشنکوف او شپږ تمانچې ، یوشمیر چاودیدونکی مواد او پنځه بمونه کشف او ضبط شوی دی .

پولیسو داهم ویلی دی چې دغه ترهه ګر د پاکستان دطالبانو ډلې داسلم څانګې غړی وو .

همداراز دپاکستان جیوټیلیویژنی چینل هم راپور ورکړی له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ادارې مامورانو په یولړ عملیاتو کې په کراچئ کې د داعش ډلې سره اړونده دوه ترهه ګر هلاک کړی دی او دهغوی له پټنځایه ئې زیات شمیر چاودیدونکی توکی او وسلې هم کشف اوضبط کړی دی .

سره له دې چې په پاکستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او امنیتی اورګانونو په ځلونون ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې له داعش ډلې سره داړونده ترهه ګرو د نیولو یا وژلو خبرونه ورکړی ،خو دپاکستان پوځ او حکومت هماغه راز ټینګار کوی چې په پاکستان کې د داعش هیڅ دپښو پل نشته .