دپاکستان خارجه وزیر خواجه آصف هم بې صلاحیّته وګرځول شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69982-دپاکستان_خارجه_وزیر_خواجه_آصف_هم_بې_صلاحیّته_وګرځول_شو
دپآکستان مسلم لیګ ن څانګې مشران وائی چې دغه ټوله فیصلې سیاسی دی او دنواز شریف دکورنۍ اودهغوی دملګرو له سیاسی دګره د حذفولو په موخې سره دی ، خو دپآکستان زیاتره سیاستوالان او ولس دپاکستان د سپریم کورټ اوهائی کورټ د دغه شان فیصلو تود هرکلی کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 26, 2018 10:33 Asia/Kabul
  • دپاکستان خارجه وزیر خواجه آصف هم بې صلاحیّته وګرځول شو

دپآکستان مسلم لیګ ن څانګې مشران وائی چې دغه ټوله فیصلې سیاسی دی او دنواز شریف دکورنۍ اودهغوی دملګرو له سیاسی دګره د حذفولو په موخې سره دی ، خو دپآکستان زیاتره سیاستوالان او ولس دپاکستان د سپریم کورټ اوهائی کورټ د دغه شان فیصلو تود هرکلی کوی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د پاکستان  داسلام اباد لوړې محکمې یا هائی کورټ ن په یوې  محاکمې کې  د  دغه هیواد اوسنی خارجه وزیر  او  دمسلم لیګ ن څانګې  لوړپوړی  چارواکی خواجه محمد  آصف  دصلاحیّت په ردولو سره  هغه  مادام العمر  دپاکستان په سیاسی فعالیتونو کې  له ګډونه  منع کړ او  بې صلاحیّته  ئې اعلان کړ .

  دپاکستان د تحریک انصاف  ګوند یو مشر عثمان ډار  داسلام اباد په هائی  کورټ کې   اپیل کړی ،  چې  خواجه آصف  په دوبئ کې اقامت لری او  د یوه شرکت کارکونکی دی  او دا د پاکستان دله قانون سره توپیر لری  او  هغه دې بې صلاحیّته  وګرځول شی .

  دپاکستان سترې محکمې یاسپریم کورټ هم په همداوروستیوکې دپاکستان  مستعفی او ټګ  لومړی وزیر نوازشریف هم  دمالی فساد او د رغلیو دتورونو په ثابتولو سره تل تر تله  له سیاسی فعالیتونو بې برخې اوبې صلاحیته کړی دی .

داپه  داسې حال کې دی چې دپآکستان مسلم لیګ ن څانګې مشران وائی  چې دغه ټوله فیصلې سیاسی دی او  دنواز شریف دکورنۍ اودهغوی دملګرو له سیاسی دګره د حذفولو په موخې سره دی ، خو  دپآکستان زیاتره سیاستوالان او ولس  دپاکستان د سپریم کورټ اوهائی کورټ د دغه شان فیصلو تود هرکلی کوی .